بغلان کې تر ۵۰ تنو زیات کسان په سېلابونو کې مړه شوي

98
د کتلو شمېره

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان، برکې او پلخمري ولسوالیو کې د راوتو سېلابونو له امله تر ۵۰ زياتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د بغلان د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس مولوي هدایت الله همدرد وایي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په پلخمري، برکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ننیو راوتو سېلابونو له امله ۵۰ تنه مړه شوي، چې ډېره مرګ ژوبله د مرکزي بغلان په لقیانو او شېخ جلال سیمو کې رامنځته شوې.
همدرد وویل، چې د سیمې د اوسېدونکو او ډاکټرانو په وینا، ښایي نوره هم د تلفاتو کچه لوړه شي، ځکه د هر ساعت په تېرېدو سره مړه او ټپیان د مرکزي بغلان او نورو سیمو روغتونونو ته لیږدول کېږي.
د نوموړي په خبره تر اوسه پورې دا لا نه ده څرګنده، چې په دې سېلابونو کې څومره ماشومانو او مېرمنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې د ژغورنې ټیمونه د پلخمري، برکې او مرکزي بغلان هغو سیمو ته رسېدلي چې د سېلاب څپې پکې زورورې وې، چې ګڼ کسان یې ژغورلي او لاهم دغه ټیمونه هڅه کوي چې په برکې او مرکزي بغلان کې په سېلاب کې بند کسان وژغوري.
هاشمي زیاته کړه، چې ولایتي اداره سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه پورته کوي او په عملي ډول د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست یوه اندازه خېمې او روغتیایي کېټونه يې دغو ولسوالیو ته رسولي دي.
د مرکزي بغلان د لقیانو د سیمې اوسېدونکي عبدالبشیر وویل، چې د حکومتي مسوولینو تر څنګ د سیمې خلک هم هڅه کوي چې په سېلاب کې بند کسان وژغوري.
هغه وویل، چې په سېلاب کې د مړه شوو کسانو شمېر تر ۶۰ کسانو لوړ دی او غوښتنه کوي، چې د خلکو د لاسنیوي په موخه دې حکومتي مسوولین هلې ځلې ترسره کړي.
په همدې مهال روغتیایي مسوولین وایي، چې د ټپیانو د درملنې په موخه د دوی هلې ځلې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې په جدي توګه دوام لري.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي