پکتیکا کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري تاریخي اثار موندل شوي

97
د کتلو شمېره

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د مرکز ښرنې اړوند په تور مخو او خوشامند ولسوالۍ د منارې په سيمه کې تاریخي اثار پيدا شوي، چې تاریخي قدامت یې زیاته مخينه لري .
د اطلاعاتو او کلتور رييس محمد امین حذیفه وايي، د اسلامي امارت له راتګ سره د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې زیات تاریخي اثار موندل شوي، چې مونږ یې ټولو ولس ته د ساتنې ډاډ ورکوو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د کلتور او ګرځندوی آمر قاري سمیع الله وسیم وویل، ددې ولايت د خلکو په بشپړه همکاري مو بېلابېل تاریخي اثار موندلي، چې د تاريخي مخينې په اړه يې تر اوسه دقيق معلومات نه دي تر لاسه شوي.
د سيمې خلک وایي، چې دوی د مرکز ښرنې اړوند تور مخو سيمه کې د کانال پر جوړېدلو کار کاوه، چې تر لږ کېندنې وروسته ياد تاريخي اثار را ښکاره شول، موږ هغه مهال اړوندو حکومتي ادارو ته خبر ورکړ او هغوی خپل اجرات په خپل وخت تر سره کړل.
له دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خوشامند او ګومل ولسوالیو کې بوتان او په شخیل اباد ولسوالي کې ۶۹ سیکې موندل شوې وې.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي