د پکتیکا ولایت په یوسف خېل ولسوالۍ کې دوه تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ له رسنيز دفتره په خپاره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند د سیمه ایز کنټرول د منسوبینو له لوري مرکز ښرنه ښار کې د کشفي معلوماتو په اساس له یو پایه انویټ سره یو ځای نیول شوي دي.
دغو کسانو يوسف خېل ولسوالۍ کې يوه پایه د شمسیانو انویټ غلا کړی وو او غوښتل یې چې مرکز ښرنه ښار کې يې وپلوري چې د پلورلو پر مهال نيول شوي دي.
تبصرې 0