د پکتيکا ولايت په لرې پرته چهاربران ولسوالۍ کې د جلال تجارتي ګروپ له لوري د یو مېليون او ۱۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د درېیو بنسټيزو پروژو چارې پيل شوې.
د ياد سوداګريز ګروپ مشر حجاج اللّٰه جلال وايي، چې يادو پروژو کې د ۲۲۵ دوکانونو درلودونکی يو لوی تجارتي مرکز، يو «سي اېچ سي» ۲۲ خونې لرونکی روغتون او دغه راز يو جامع جومات شامل دي، چې چارې به يې د شپږو مياشتو په جریان کې بشپړې شي.
د يادولو وړ ده چې له دې وړاندې د ياد ولايت په ځينو نورو ولسواليو کې د بيا رغونې پروژې تطبيق شوې دي.
تبصرې 0