پکتیکا شخیل اباد ولسوالۍ کې د اوبو ذخیروي بند جوړولو چارې پیل شوې

90
د کتلو شمېره

د ګومل پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې ریاست له لوري د یاد ولایت شخیل اباد ولسوالۍ اړوند بنوڅۍ سیمې په شیرګل کلي کې د ۱۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چک ډیم  د جوړولو چارې پیل شوې.
د پکتيکا والي الحاج عبدالخالق عابد او مرستيال والي چې د ولايتي ادارې ګڼ شمېر رييسانو يې ملتيا کوله تېره ورځ يې د ياد ولايت په شخيل اباد ولسوالۍ کې د ذخيروي بند د جوړولو چارې پيل کړې.
د پکتیکا والي الحاج عبدالخالق عابد د یاد ذخيروي بند د پرانېستې پر مهال وویل، یاد چک ډېم چې لس متره لوړوالی، ۵۶ متره سور او ۱۲۰ متره اوږدوالی لري د سل زره متره مکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت به ولري.
نوموړي زياته کړه چې ياد ذخيروي بند به د وچکالۍ په له منځه وړلو کې خورا اغېزمن تمام شي.
د يادو مراسمو په لړ کې د پکتيکا مرستیال والي الحاج مخدون عبدالسلام سعادت وویل، د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري دې ولایت ته د ځانګړې پاملرنې په اساس ۲۴ چیک ډېمونه منظور شوي، چې د ځینو یې کارونه پیل او د پاتې نورو به یې پرانېسته وشي.
د ګومل پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې ريیس وویل د پکتیکا په ډېریو سيمو کې خلک د کرهڼې لپاره د برمو له اوبو څخه استفاده کوي، نو د دې بند جوړولو څخه یې موخه دا ده، تر څو د کروندې، د سېلابونو مخنیوي او همدا راز د ځمکې لاندې اوبه پرې تقویه کړل شي.
د سيمې مشرانو د ياد بند پر جوړولو خوښي وښوده او ويې ويل، او غوښتنه يې وکړه چې دا ډول بندونه بايد د ياد ولايت په نورو ولسواليو کې هم جوړ شي.
د شخيل اباد ولسوالۍ يوه قومي مشر باران په دې اړه مېلمه راډيو ته وويل، د یاد ذخیروي بند په جوړلو سره به د اوبو سطحه راپورته شي، بزګران به له جوړېدو سره کرنیزې ځمکو  کې کرکیله نوره هم زیاته کړي.
د يادې ولسوالۍ يوه بل قومي مخور په اړه مېلمه راډيو ته وويل، چې بزګرانو له دې وړاندې په ښه زړه کرنيزو ځمکو کې تخمونه نه شول اچولی، ځکه له وچکالۍ سره به مخ وو، خو د ياد بند په جوړولو سره به د اوبو ستونزه تر ډېره بريده هواره شي.
د یادونې ده، چې پکتیکا کې یو شمېر چک ډېمونه ګټې اخېستنې ته سپارل شوي او په ځینو یې لا هم کار روان دی.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي