تېره ورځ د یاد ولایت د یحیی خېل ولسوالۍ اړوند غیبي خېل کلي کې د ۲۴ مترو په اوږدوالي سره د نهارې په نوم د یوه پل جوړېدو چارې پیل شوې، چې لګښت یې د دې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي له لوري ورکول کېږي.
د دغه پل د پرانېستې په مراسمو کې د پکتیکا پر والي الحاج عبدالخالق عابد او مرستیال والي سربېره د ولايتي ادارې ګڼ شمېر رييسانو، قومي مخورو او ځوانانو برخه اخېستې وه.
د پکتیکا والي الحاج عبدالخالق عابد په دې اړه له رسنيو سره د خبرو کولو پر مهال وویل، چې یاد پل باندې شاوخوا اتیا زره امریکایي ډالره لګښت راځي، چې د دې ولسوالۍ د یوه اوسېدونکي امین الله محمود له لوري ورکول کېږي .
ښاغلي عابد زياته کړه، د نهارې دغه پل ته زیات ضرورت وو، چې د سېلابونو په راوتلو سره به یې خلک بند پاتې وو، اوس به یې په جوړولو سره یاده ستونزه حل شي.
د پکتیکا مرستیال والي الحاج مخدوم عبدالسلام سعادت وویل، د یاد پل په جوړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې د کټواز زون د څو ولسوالیو ستونزې حل شي.
سعادت زیاته کړه چې د ا.ا له لوري په هېواد کې د ډاډمن امنیت په راوستلو زمونږ سوداګر او زړه سواندي خلک دې ته زړه ښه کوي، چې خپل هېواد کې د خیر ښېګڼې کارونه ترسره کړي.
د ياد ولايت د ټولګټو چارو ريیس وویل ژمن دی چې د انجنيرۍ ټیم له لوري یې وخت پر وخت نظارت وکړي، تر څو چارې یې د انجنيري له اصولو سره سم په معیاري ډول بشپړې شي.
هېره د نه وي چې د ا.ا په بیا واکمنېدو سره د دې ولایت په ډېری ولسوالیو کې د سیمې ځوانانو او سوداګرو په خپل شخصي لګښت د خیر ښېګڼې یو شمېر کارونه ترسره کړي، چې د حکومت لخوا ستایل شوي او همکاري ورسره شوې
تبصرې 0