خبريال: رحيم خان خوشال
پکتيکاوال وايي، چې د افغانستان د ا.ا په راتلو سره د ځنګلونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه شوې، خو زياتوي چې د حکومت تر څنګ دې خلک هم د هېواد د ملي شتمنيو په ساتنه او پالنه کې فعاله ونډه واخلي.
په هېواد کې د ځنګلونو پراخوالی د الله چ له لوري په طبعي ډول غوره ډالۍ شمېرل کېږي چې د هسکو او دنګو غرونو ښکلا د همدغو ځنګلونو منندویي کوي که؛ له يوه پلوه ځنګلونو چاپېريال ښايسته کړی، له بله اړخه يې د سېلابونو مخنيوی کوي او هم په اقتصادي برخه کې خلک ترې استفاده کوي.
که څه هم پکتيکا د هېواد له سرحدي ولايتونو څخه شمېرل کېږي او ددې ولايت ډېری برخه غرونو نيولې چې غرونه يې طبعي خوندور او ګڼ ځنګلونه لري، چې ځينې خلک له نورو ولايتونو د سياحت لپاره دې ولايت ته راځي او دلته په غرونو کې له ملګرو سره يو ځای بنډارونه کوي.
خلک وايي، د پکتيکا نکه، زېړوک، ګومل، سروبی، ارګون، ګيان، برمل، اومنه، سروضه، شکين او ځينې نورې ولسوالۍ د جلغوريو، نښترو، اوبښتې ځنګلونه لري، چې په دې وروستيو کلونو کې ورته پاملرنه زياته شوې او هېچاته اجازه نه ورکول کېږي چې په خپل سر د ځنګلونو شنې ونې کټ کړي.
د يوسف خېل ولسوالۍ اوسېدونکی انجنير ذبيح الله وايي: ((ځنګلونه د هېواد ملي شتمنۍ دي، ډېری ولسوالۍ طبعي ځنګلونه لري چې د حکمت تر څنګ قومي خلکو د خپلو پرېکړو پر بنسټ ساتلې او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې ياد ځنګلونه قطع کړي او يا يې نورو ځايونو ته قاچاق کړي)).
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځنګلونو د ساتنې لپاره د شنې قطعې پر مټ د هغو کسانو په کلکه مخنيوی کوي، چې مېوه لرونکي او بې مېوې ونې پرې کوي، کابينې ياده طرحه تصويب کړې او دا مهال يې په جوړښت کار روان دی.
زراعت پوه نورالله ستوری وايي: (( ځنګلونه د توليدي رول تر څنګ د ساتونکو ارزښتونو لرونکي دي او دواړه يې د ژوند پايښت لپاره ارزښتمن دي، له ځنګل څخه د ساختماني چارو، سون لرګي، او مېوې تر لاسه کېږي او همدا ډول ربړ، غوړي، تېل، ورېښم، کاغذ الکول، رنګونه، ژاولې سرېښ کېمياوي مواد او نور په فرعي او غير فرعي محصولات ترې تر ګوتو کېږي، چې دا ټول د انساني او وحشي ژوند د بقا لپاره لازمي مواد ګڼل کيږي.))
د نوموړي په خبره چې د يادو ځنګلونو له لارې ډېری خلک جلغوزي، پېسته او نورې وچې مېوې تر لاسه کوي، چې د کورنۍ زيات عوايېد يې له همدي لاري دي، چې په دې وروستيو کې جلغوزي د تورې طلا په نامه په نړۍوالو بازارونو کې پېژندل کېږي.
د زېړوک او سېدونکی عثمان وايي: ((ځنکلونه که له يوې خوا د هوا په پاکوالي کې مهم رول لري، له بلې خوا د سېلابونو راوتلو، خاورو دوړو مخنيوی کوي او په دې هېواد کې ډېری خلک يې لرګي د سون توکو لپاره استفاده کوي، نو ځکه يې ساتنه او پالنه ته خورا مهمه اړتيا ده.))
د سرچينې په خبره چې اوس مهال د ډېری ولسواليو او ولايتونو خلک د پکتيکا غرونه چې بېلا بېلو ونو پوښلې دې خلک ورته له لرې سيمو څخه د تفريح او ساتېري لپاره راځي او دلته مېلې کوي.
د نکې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وايي: (( دوی د خپلې سيمې ځنګلونه ساتلې دي، خو يوازي د خپلو کورونو لپاره هغه لرګي د سون توکو لپاره کاروي چې وچ وي، او نورو ولايتونو ته به هم پخوا وچ لرګي تلل، خو دا چاره په مکمل ډول بنده شوې ده.))
کرنې رياست مسوولين وايي، چې دوی په ټول توان او شته امکاناتو غواړي ځنګلونه وساتې او هېچاته ته به اجازه ورنه کړي چې دغه ملي ستمني زيانمنه کړي.
د يادونې ده چې پکتيکا د هېواد له سرحدي ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې ډېری ولسوالۍ يې پراخ ځنګلونه لري او خلک يې له همدې لارې د کورنيو اقتصادي اړتياوې پوره کوي.
تبصرې 0