خبريال: حمدالله بهير
رسنۍ چې په اوسنۍ نړۍ کې د پیغام رسولو بهترینې وسیلې دي زموږ هېواد کې یې په پیغامونو باندې خلک د یوه ښوونکي او لارښود په شان عمل کوي، د عامې روغتیا ساتنې او له ناروغیو د وقایې په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه د خلکو د خوښې وړ دي او په لرې پرتو سیمو کې یې د دا ډول خپرونو اړتیا زياته محسوسېږي.
رسنۍ هغه څه دي چې اذهان په ډېرې اسانۍ سره بدلولی شي هغه که مثبت وي یا منفي. ځکه یو خو رسنیو د خلکو باور ترلاسه کړی، د پوښښ ساحه یې پراخه ده او بل رسنۍ هغه څه دي چې په نړۍ کې د هر هېواد د څلورمې قوې په حیث پېژندل کېدای شي.
پکتيکا کې يو ازاد خبريال رحنيف مختار وايي، رسنۍ یو روزنتون دی چې ټولنه په سمه توګه وروزي.
ښاغلي مختار په دې اړه وويل: ((همدا تبلیغات دي چې د عامه پوهاي لپاره يې د ټولني ټولو وګړو ته د مختلفو مطالبو څخه د اخذ کولو لاره برابر کړې ده.که تبلیغاتو ته وګورو نو تر ټولو ښه وسیله یې رسنۍ بلل کېدای شي چې یوه ټولنه هم د پرمختګ پرلور سوقولی شي او هم یې د بربادۍ پر لور، که رسنۍ په سمه توګه خپله ټولنه ونه روزي، نو لیرې به نه وي چې خپل ولس به یې د سرېښو ډنډ ته ورټېل وهلی وي)).
سرچينه زياتوي د اطلاعاتو په وړاندې كولو سره په ټولنه كې رڼا پاشل کېدای شي او د رسنيو د وظایفو نه یوه وظیفه د ټولني د اصلاح او رسالت ده، نه د ټولني اسلامي او مدني ارزښتونو له مينځه وړل: ((كه چېرې بيا د رسنيو مفهوم ته وګورو ددې مفهوم مانا بيا د واقعيتونو، ستونزو او اطلاعاتو، پيداكول، ټولول او وړاندي كول دي، چې همدغه د اطلاعاتو وړاندې كول خپله عامه پوهاوی دی، چې د عامه پوهاوي يوه لنډه، كره او اغېزمنه لاره رسنۍ ده)).
که چېرته رسنۍ د روغتيا په برخه کې د خپلو خپرونو پر مټ عامه پوهاوی وړاندې کړي رنځپوهان او مولوي صاحبان دواړه د خپرونې مېلمانه کړي پايله به يې مثبته وي.
البته پر داسې خپرونو تمرکز زيات کړي چې اورېدونکي هم پکې په ژوندۍ بڼه اړيکې ونيسي رنځپوهان او مولوي صاحبان يې نېغ په نېغه پوښتنې ځواب کړي په دې برخه کې به د ناپوهۍ ګراف لنډ وخت کې صفر ته راښکته شي.
د پکتيکا ولايت د عالي بابا ښوونځي استاد نصرت الله نصرت وايي په ژوند کې عامه پوهاوي ته جدي اړتيا ليدل کېږي روغتېايي ځایونه او مولوي صاحبان ېوازې په استثنايي حالاتو کې یاد خدمات وړاندې کوي.
ښوونکي نصرت په دې اړه داسې وويل: (( رسنۍ د عامه پوهاوي ښه مرجع ده لکه فېسبوک، تلوېزيون، راډيو کولای شي هېوادوالو ته د عامه پوهاوي په تړاو معلومات وړاندې کړي)).
بلخوا يو تن زده کوونکي په دې اړه وويل رسنۍ د عامه پوهاوي په برخه کې زيات مهم رول لوبوي زموږ کليوالي ژوند له ډېرو محدودیتونو ډک ده چې فېسبوک او تلوېزيون ته لاسرسی نه لرو، خو راډيو بيا په هر کور کې اورېدل کېږي.
نوموړي يې په اړه داسې وويل: ((د عامه پوهاوي لپاره رسنۍ ښه وسيله ده، ځکه په هر کور کې شته، که چېرته د رسنيو له لارې د درملو، علاجونو، هغه ناروغۍ چې په نښو نښانو سره معلومېږي رسنۍ يې په اړه ښه پوهاوی خلکو ته ورکولای شي)).
سرچينه زياتوي، چې د عامې روغتيا رياست او يا موسساتو لخوا د رسنيو له لارې داسې خپرونې وړاندې کړي چې د خلکو لپاره پکې عامه پوهاوی نغښتی وي
په دې تړاو مو په پکتيکا کې د ميرويس ولي روغتون له مشر ډاکټر ميرويس ولي سره خبرې وکړې نوموړي يې په اړه وايي چې په پکتيکا کې تلوېزيون نشته دا چې راډيوګانې زياتې دي دوی بايد په ياده موضوع خپرونې او ګردي مېزونه جوړ کړي چې پايلې به يې مثبتې وي نوموړې په دې اړه وويل: ((رسنۍ په تېر وخت کې په داسې موضوعاتو کار نه دی کړی اوس بايد داسې خپرونې جوړې کړي چې په ټولنه کې منونکې او مثبتې وي چې د خپلو رسنيو هغه که خصوصي وي يادولتي خو د خپلې رسنۍ له طرفه به يې مثبت رول ادا کړی وي)).
نوموړی وړاندې زياتوي ډاکټر صاحبان هم بايد په ياده موضوع کې يوازې په خپلو شخصي ګټو تمرکز ونکړي او په رسنېو سره په یاده موضوع کې په پوره ډول همکاري وکړي نوموړی زياتوي: (( اول زه حاضر يم چې رسنۍ ته په وړیا ډول لاړ شم او د هېوادوالو لپاره په کومه برخه کې چې اړتیا وي خدمات وړاندې کړم دا د ځان، وظيفې او وجدان مسوولیت مې ادا کړی وي)).
د پکتيکا د عامې روغتيا رييس وايي د ملکي روغتون د عامه پوهاوي له ټیم سره که رسنۍ په عامه پوهاوي کې ونډه واخلي دا به د هېوادوالو لپاره اغېزمنه وي.
ښاغلي دوکتور عبدالله جان حقمل په دې اړه وويل: (( رسنۍ ډېر کار کولای شي کومې دواګانې او نقصانات ورته وښيي د اعلاناتو له لارې مونږه د کلينکونو په سطحه له خصوصي سکتور سره خبرې کړې دي بايد عامه پوهاوی زيات کړئ، ترڅو په خپل سر درمل ونه کاروي رسنۍ بايد يو بل کار هم وکړي مونږ به متخصصين پيدا کړو او د رسنيو له لارې ګردي مېزونه جوړ کړو، ترڅو له هغوی څخه په مفصل ډول معلومات ترلاسه کړو او هېوادوال خبر کړو)).
د يادونې وړ ده چې پکتيکا د افغانستان له پلازمېنې کابل سره په لېرې واټن کې پروت دی چې مجهزو روغتيايي مراکزو او د رسنيو له لارې عامه پوهاوي ته پکې جدي اړتيا ليدل کېږي.
تبصرې 0