پکتيکا کې لا هم ځينې ښوونځي ودانۍ نه لري

191
د کتلو شمېره

تعليم چې د يوه هېواد بنسټيز  تعهدات جوړوي هېواد پر ځان بسيا کوي، د نورو هېوادونو له مجبوريتونو يې ژغوري، افغانستان هم په وروستيو دوو لسيزو کې د تعليم په برخه خورا زيات پرمختګ کړی، او لاهم دا قدمونه پر مخ اخلي.
که څه هم اوسنۍ نړۍ کې هر څه د ټېکنالوژۍ پرمټ له معياري کېږي افغانستان هم تر ډېره د سيستونو او ادارو په جوړولو کې له پخواني فارمټ يا راوتونکی دی، نو په همدې د سواد لپاره د زده کړې زمينه برابرول تر ټولو مهم او اغېزمن دي.
د تعليم لپاره زمينه برابرول د حکومتونو مسووليت دی، چې په هرځای کې د ماشومانو او لويانو لپاره مناسب ښوونځي، پوهنتونونه او اړين برابر کړي.
پکتيکا د هېواد په جنوب ختيځ زون کې پروت يو سرحدي ولايت ده چې ۲۴ ولسوالۍ لري، ډېری وګړي يې د سواد او تربيې له خواږه نعمت څخه بې برخې دي.
د دې ولايت د مرکز په ګډون او يو شمېر ولسواليو کې ماشومانو ته زدکړو زمينه برابره ده، خو د ياد ولايت يو شمېر داسې ولسوالۍ هم شته چې تر اوسه پکې هېڅ زدکوونکی له دوولسم نه ده فارغ شوی، او ځينې سيمو کې بیا ماشومان تر شنه اسمان لاندې په زدکړو بوخت دي.
د پکتيکا ولايت اړوند مټاخان ولسوالۍ کې د ښوونځي زده کوونکيپکتيکا ولايت اړوند مټاخان ولسوالۍ د يوه ښوونځي زده کوونکي
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالي چې له مرکز څخه ۱۵ کیلو مټرۍ کې موقعيت لري د دې ولسوالۍ يوه لرې پرته سیمه د شنک په نامه کلي کې منځنی ښونځی فعال دی، چې شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي پکې له سر پنا پرته په زده کړو بوخت دي.
د دغه ښونځي استاد عزيز الله چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په ياد ښونځي کې تدريس ورکوي وايي چې، دلته د بېلابېلو لاملونو له امله یې ښوونځي ودانۍ نه لري،
د سرچينې په خبره چې په تېرو کلونو کې څو ځله له دولت او موسساتو د یاد ښونځي لپاره د ودانۍ جوړولو غوښتونکي شوي، خو چا غوږ نه دی پرې ګرولی.
نوموړی زياتوي چې ددې ښوونځي ودانۍ يو ځل منظوره شوې وه، خو د کليوالي جنجالونو له امله د ياد ښونځي ودانۍ د مرکز ښرنې په يوه کلي کې جوړه شوه.
ښاغلی عزيزالله په دې اړه وايي: (( مخکې مو د يو چا په زاړه کور کې ماشومانو ته تدریس کاوه، درې کاله په همدې کور کې ښوونځی فعال وه، خو وروسته د کور خاوند نوره اجازه نه راکوله چې ښوونځی په همدې کور کې فعال وساتل شي، وروسته مو د دې کلي د غره په لمنه کې دوه خېمې ودرولې او ښوونځی مو فعال کړ، چې اوس مهال تر نيمايي زيات زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په لمر کې زدکړې کوي.
 او کله چې باران وي بیا نو ښوونځی هغه ورځ تړلی وي، ځکه ددې زمينه نه وي مساعده چې ماشومان زده کړې وکړي)).
پکتيکا ولايت چې يوه پراخه جغرافیه لري، ددې ولايت لرې پرتې ولسوالۍ لکه وازېخوا، تروې، وړممۍ، ډیله، خوشامند، ګومل، هغه ولسوالۍ دي چې يا خو پکې له سره ښوونځي نشته، او يا پکې تر شنه اسمان لاندې زدکوونکي زدکړې کوي.
ددې ولايت د تروو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی، مير افضل وايي چې په ياده ولسوالۍ کې هېڅ دوولسم څخه فارغ زده کوونکی نه لري، دی وايي دې سیمې ته هېچا پاملرنه نه ده کړې، هېڅ ښوونځی پکې نشته، په وروستيو کې یو شمېر موسساتو محلي ټولګي پرانېستې دي، چې هغه هم پر هغه معيار نه دي برابر کوم چې ضرور وي.
پکتيکا ولايت چې پراخه اراضي لري او يو سرحدي ولايت دی، ډېری خلک يې په کرهنه او مالداري بوخت دي، د تعليم برخې ته يې چا په هغه ډول پاملرنه نه ده کړې، چې اړتيا يې ليدل کېږي.
په دې ولايت کې يو شمېر داسې ځايونه هم شته چې خلکو په شخصي لګښت ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي، څو ماشومان خوندي او په ارامه فضا کې زدکړې وکړي.
ددې ولايت د يوسف خيل ولسوالي د سیمې د مسافرو په مالي ملاتړ یو اته اطاقه ښونځی فعاله کړی، شاوخوا ۳۵۰ زده کوونکې پکې په زدکړو بوخت دي.
دغه مسافر چې په عربي او اروپايي هېوادونو کې شپې سبا کوي، ددې ښونځي جوړول يې د ځان مسووليت، او د خپلو ماشومانو روښانه راتلونکی بولي.
صدوخان هغه ځوان ده چې ددې ښونځي په جوړولو کې يې يوه اندازه پيسې مصرف کړې نوموړی داسې وايي:
زموږ ماشومان د زده کړو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ او زيات نا ارامه وو، د اوړي په موسم کې يې تر شنه اسمان لاندي لمر ته زدکړي کولې، ډیری ماشومان به په دې موسم کې لمر وهلي وو، ټول به ناروغان وو، درسونه به ترې پاته وو،
 بې له اخيره ددې سیمې ځوانانو دا پریکړه وکړه چې ښونځي لپاره په ګډه يوه ودانۍ جوړه کړي، چې په دې کار کې بريالي شول، چې د شپږو میاشتو په موده کې يې يوه اته اطاقه معیاري ودانۍ جوړه کړه،
چې نن يې ماشومان په داسې ښونځي کې زدکړي کوي چې سرپناه لري او د خپل راتلونکې لپاره هيله مند دي.
نوموړی وايې په پکتيکا کې زيات ګرځيدلی یم ډیريو ولسواليو ته مې سفرونه کړي، ما چې په هر ولسوالۍ کې د ښونځيوو وضعيت نهایت زيات خراب ده، چې ډيری يې ودانۍ نلري، دولت بايد د يادو ښونځيو د سرپناه په برابرولو کې لازم اقدامات وکړي،
 ځکه دلري پرتو سیمو خلکو وضعيت دومره خراب ده چې د ځان لپاره یوه ګوله ډوډۍ په پیدا کولو کې هم له ستونزو سره مخ دي، نو ددوی لپاره بايد لازم خدمات وشي.
پکتيکا چې په تيرو شلو کلونو کې ورته هیڅ ډول پاملرنه نده شوي، د تعليم برخه يې بلکل فلج پاته شوي، ددې ولايت اکثريت ځوانان د تعليم له حق څخه بې برخې پاته دي، ددې ولايت قومي مشر حاجې پاچاخان وايې چې همیشه له ولايت سره په هره برخه کې د مور او ميرې چلند شوی، ښوونځي مو شاړ پراته دي ځوانان مو در په در خاوري په سر په نورو هيوادونو کې مسافر دي.
د نوموړي په خبره، په یاد ولايت کې بیا د انجونو د زدکړو لپاره دوه فیصده کار هم نده شوی، ددې ولايت خلک د تعليم په ارمان کې دي خو چا ورته کار نده کړی.
حاجي پاچاخان  وايي پکتیکا له وخته همداسې پاته ده، هر څوک د خپلې ګټې لپاره راغلي او بیرته تللي دي.
دده په خبره په کلي کې مو يو ښونځی په ډيرو منډو او زاريو فعال کړی ده چې انجوني او هلکان پکې زدکړي کوي.
همدارنګه ددې ولايت ښونکې هم له ورته ستونزي سر ټکوي وايې، چې د ګرمې په موسم کې زدکونکي ښونځيو ته نه راځې،
ځکه کورنۍ يې اجازه نه ورکوي چې په سخته ګرمې کې ښونځي ته لاړ شي.
عبدالرحمن چې د يو بې سرپناه ښوونځي ښونکی دی وايې، چې ډيري وخت زموږ زدکونکي لمر وهلي وي، او دا ناروغۍ بیا څو ورځې دوام کوم، او زده کوونکې ښونځي ته د ناروغي له امله په ورځو ورځو نشي حاضریدلای، مو په همدې خاطر درسونه ترې پاته وي.
نوموړی وايې چې د ښونځيو سرپناه لپاره بايد جدي کار وشي، ځکه د زدکړو ټول سیستم يې ګډوډ کړی دی.
ياد ولايت اوسيدونکي په داسې هال کې له تعليم څخه د محرومیدلو او د ښونځيو د سرپناه نلرلو له امله شکایت کوي، چې څه موده وړاندې ددې ولايت د پوهنې رياست مسوولينو ژمنه کړې، چې د یاد ولايت له تعلیم څخه د محرومو ولسواليو لپاره ښوونځي جوړ او خلکو ته به د زدکړو زمينه برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامې امارت په راتلو سره ددې ولايت په بېلابېلو سیمو کې لويو دیني مدرسو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي