زده کړيالان چې د يوه هېواد راتلونکی جوړوي، او د هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، په ټوله نړۍ کې ځانګړی مقام لري، له تېرو دوو لسیزو راهيسې افغانستان کې هم د محصلينو تعداد زيات شوی، او خلکو زدکړو ته مخه کړې، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې پوهنتونونه جوړ شوي، او په هر ولايت کې په سلګونو او زرګونو محصلين په بېلابېلو پوهنځيو کې په زده کړو بوخت دي.
د افغانستان پوهنتونونه که څه هم له نورې نړۍ سره د ټېکنالوژۍ او عملي زده کړو له پلوه متفاوت دي، خو زده کړيالان يې بيا هم د زده کړو لپاره له بېلا بېلو لارو چارو کار اخلي، ترڅو راتلونکی يې روښانه وي.
دا چې زده کوونکي او زده کړيالان د سبا رهبران دي، خو په افغانستان کې له زياتو ستونزو سره مخ دي، چې په يو شمېر ولايتونو کې ان د ژوند له لومړنيو امکاناتو هم بې برخې دي.
يو له دغو ولايتونو يې د پکتيکا پوهنتون ته ورګرځو.
پکتيکا پوهنتون
پکتيکا په جنوب ختيځ زون کې پروت يو سرحدي ولایت دی چې ۲۴ ولسوالۍ لري.
په ياد ولايت کې کې د لوړو زدکړو موسسه فعاله ده، چې پکې د ښوونې او روزنې، کرهڼې، اقتصاد، انجینري، او ادبياتو پوهنځي پکې فعال دي، په يادو پوهنځيو کې د بېلابېلو ولايتونو زده کړيالان په زدکړو بوخت دي.
پکتیکا پوهنتون د مرکز ښرنې بازار ختیځ لور ته د غره په لمن کې پروت ده.
ددې پوهنتون يو تن محصل محمد نسیم وايي، چې د زده کړو په جريان کې له سختو ستونزو سره مخ یو، نوموړی وايي پوهنتون مو له بازار څخه لیرې دی تقريباً يو ساعت پلی مزل ده، هر سهار يو ساعت له دېخوا او يو ساعت کله چې رخصت شوو بیا تر بازار پورې مزل کوو.
نوموړی وايي پوهنتون لپاره د ټرانسپورټ سيسټم نشته، محصلين له خورا ډېرو ستونزو سره مخ، دي وايې ځيني محصلين د لارو په موټرو تر پوهنتون پورې ځي او ډېری شمېر پلی مزل کوي.
پکتيکا پوهنتون چې دا مهال شاوخوا ۳۰۰۰ محصلين پکې په زده کړو بوخت دي، د ټرانسپورټ سربېره دلته ډېرې ستونزې شتون لري.
غفار خان د خوست ولايت اوسېدونکی ده دلته د انجينري پوهنځي د دوهم کال محصل او مسافر دی.
هغه وايي د زدکړو فشار يو خوا دلته پکتیکا د محصلينو لپاره منظم اطاقونه شتون نه لري، په يوه مارکېټ کې مو اطاق نيولی ۳۵۰۰ افغانۍ کرايه ورکوو څنګ ته مو هوټل ده چې ټوله شپه د خلکو غږېدا له زدکړو ایستلي يوو.
د نوموړي په خبره هېڅ چاپېريال د زدکړو لپاره جوړ نه ده، د ورځې دوه ساعته پلی مزل کوو دومره زيات ستړي شوو، چې له مطالعې يې ایستلي يو، خو دلته بیا د اطاق ژوند هغه رقم نه ده څنګه چې په نورو ولايتونو کې وي، اطاق مو آشپز خانه نلري دولتي برق نشته حمامونه مو د استفادې وړ ندې، دولت بايد د محصلينو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د پکتیکا پوهنتون له بازار څخه کافی اندازه لري موقعيت لري، هلته پوهنتون نه نږدې ودانۍ شتون نه لري، چې محصلين پکې ووسیږي.
نېک محمد هم ددې پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي کال محصل ده، هغه وايي د کورنۍ اقتصادي وضعيت مې زيات خراب ده، دلته لیلیه شتون نه لري، د اطاق کرایه لوړه ده، تر پوهنتون پورې یو ساعت پلی مزل خورا سخت دی، دی وايي که چېرې د محصلينو لپاره سهولتونه برابر نشي نو د مجبورۍ نه زدکړې راڅخه پاتې کېږي، زه دومره پیسې نه لرم چې ياد مصارف پرې کړم.
هغه زياتوي کورنۍ مې زياتې هيلې راته لري، نو زه چې دا اوسني وضعیت ته ګورم فکر نکوم چې د کورنۍ هیلې مې پوره شي.
دی وايي دلته زما په څېر ډېر محصلين د ژوند سختې شپې او ورځې تجربه کوي، ځينو خو يې د بد اقتصادي وضعيت له امله پوهنتون سره مخه ښه وکړه.
په دې ولايت کې له ډېريو ستونزو خلک سر ټکوي، خو ددې ولايت اوسېدونکي وايي د تعليمي برخې ستونزې د ژر تر ژره هوارې شي.
قومي مشر حاجي عبدالعزيز وايي تعليم د يوه هېواد بنسټ جوړوي، ددې برخې ستونزې بايد بنیادي هوارې شي، نوره نړۍ کې محصلين ډېرې اسانتیاوې شتون لري، خو افغانستان هغه هېواد ده چې دې برخې ته يې دولتونه خاصه توجه نده کړې.
دی وايي زه د پکتیکا په چارواکو غږ کوم چې دې برخې ته پوره پاملرنه وکړي، پوهنتون ته مو کار وکړي، پوهنتون د نورو ولايتونو د پوهنتونونو په شان نده ډیر نيمګړی ده کوم ډول چې ضرور وو هغه ډول کار دې پوهنتون ته نده شوی.
هغه زياتوي زه هر سهار محصلين وينم چې ډلې ډلې تر پوهنتون ته پلې روان وي، له بازار تر پوهنتون پورې زياته فاصله، دولت او سمیز تجاران بايد پوهنتون ته نږدې د محصلينو د اوسېدلو لپاره مناسب ځايونه جوړ کې څو زده کړيالان له دې ستونزي خلاص شي.
دده په خبره دلته بازار د اوسيدو مارکیټونه ډیر خراب دې، هيڅ په معياري ډول ندي جوړ شوي، محصلين او مسافر له مجبوريت څخه پکې شپې او ورځې تیروي، که چیرته د اوسیدو لپاره مناسب بلند منزلې جوړې شي هيڅوک به په يادو مارکیټونو کې ژوند ونه کړي.
پکتيکا چې يو پراخ سرحدي ولايت ده څلورويشت ولسوالۍ لري، د پوهنتون سربیره په نورو برخو، لکه روغتيايي سکتور، بريښنا، لويې لاري دا ټولې هغه ستونزې دي چې له کلونو کلونو راهسې يې پکتيکاوال غوښتنه کوي، خو يادې ستونزي پخپل ځای پاته دي.
په وروستيو کې د اسلامې امارت چارواکو په بار بار په خپلو خبرو کې ويلې چې ياد ولايت ته د دولت توجو زياته ده چې په نږدې وخت به په دې ولایت کې يو شمیر لویی او وړې پروژې پيل کړي، چې هم به ورسره زيات شمیر پکتيکاوال په کار بوخت شي، او هم ورسره د ياد ولايت په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي
تبصرې 0