لوړو زده کړو ته د ځوانانو لېوالتیا کمښت او په راتلوونکي یې اغېز!

193
د کتلو شمېره

خبريال: سیف الرحمن ذکي
د د پکتيکا مرکز ښرنې ښار ډېری اوسېدونکي وايي، چې په وروستیو وختو کې ډېری ځوانان له دوولسم ټولګي څخه تر فراغت وروسته نه غواړي چې نورو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.
دوی وايي، چې له لوړو زده کړو څخه لیرې والی او نه لېوالتیا به زموږ په ټولنه باندې هم په اوس او هم په راتلونکي کې بې شمېره منفي تاثیرات ولري.
د دوی په وینا د لوړو زده کړو پر مټ کولای شو ځان او خپل هېواد د نړۍ سیال کړو او په ټولو برخو کي مسلکي او په کار پوه کسان ولرو.
د ښوونځي استاد نقیب الله بریال لوړې زده کړې د ژوند یوه مهمه برخه ګڼي او وایي، چې له زده کړو بغیر د یوې ټولنې ژوند ناممکن دی او نه شي کولای په خپلو پښو ودرېږي. په وینا یې چې د لوړو زده کړو پرته هېڅ یوه ټولنه د پرمختګ په لور نه شي تللی او د تل لپاره به د ناپوهۍ په تیارو کې ډوبه وي.
نقيب الله په دې اړه وايي: (( که زده کړې چېرې نه وي موږ پرته له زده کړو هر څومره لاملونه چې موجود وي، خو بیا هم موږ واضع ویلای شو پرته له زده کړو موږ ژوند نه شو کولای او پرته له زده کړو موږ پرمختګ هم نه شو کولای.))
نوموړی زياتوي، چې له زده کړو د ځوانانو په فاصلې اخېستلو سره زموږ هېواد هېڅکله په ځان نه شي متقي کېدلای او په ټولو زیربناوو او برخو کې د کار کولو لپاره به د ړندو په څېر نور خلکو ته محتاج او هیله من یو.
نوموړی همدا راز زياتوي: (( موږ به تل په ځان باندي متقي نه شو، زموږ هره برخه ټولنیزه، اقتصادي، سیاسي تل به تر تاثیر او اغېز لاندي یو. نور هیوادونو ته به مجبوره یو، د هري زیربنا او د هري منابع په برخه کي به موږ نورو ته اړتیا لرو. هغه که بشري منابع دی که نوري منابع دي.))
د پوهنتون محصل مومن خان رسولي وايي چي لوړو زده کړو ته د ځوانانو نه لېوالتیا د کانکور له اوسني امتحان په ډاګه معلومیږي، ځکه چي په دې کال کي د کانکور په امتحان کي د ګډون کوونکو شمیر د نورو کلونو په پرتله څو برابره کم شوی دی.
هغه زیاتوي : (( که موږ او تاسو ورته وګورو درې لکه، درې نیم لکه کسانو به کانکور ته امتحان ورکاوه، خو دا سږ کال کي پنځوس زره نفرو ګډون کړی وو، که داسي روان زموږ ټولنه به بیخي له ځوړ سره مخ شي د تعلیم په برخه کي یعني بیخي به ختمه شي.))
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: (( په اوسني عصر کي ډیر ځوانان غواړي چي د طب څانګه وایي تر څو په راتلوونکي کي ډاکټران شي. ))
دی وایي که په یاده برخه کي جدیت ونه شي او محصلین خپلو زده کړو ته متوجع نه شي په راتلوونکي کي کيدای شي د هغه د ناسمي زده کړي له امله یو څوک ژوند له لاسه ورکړي.
نوموړی خپلې خپرې غځوي او زیاتوي: (( که د طب په برخه کي جدیت ونه شي او یو محصیل په سمه توګه باندي درس ونه وایي، زموږ ټولنه بیخي له ستونزو سره مخ کیږي. که چیرته یو ډاکتر په سمه توګه باندي درس ونه وایي کیدای شي څو نفره او څو مریضان د ده له لاسه مړه شي او یا بد حالت ته ولاړ شي.))
یو بل تن د سیمي اوسېدونکی علاو الدین وايي چي د لوړو زده کړو په نه کولو سره به زموږ ټولنه په هیڅ برخه کي مسلکي کسان ونه لري، چي د مسلکي کسانو د نشتون له امله د ټولني او حتا د هیواد ټول کارونه له ځند او خنډ سره مخ کیږي.
هغه وايي چي د زده کړو څخه د لیري والي په صورت کي به موږ د طب، انجینیري او استادي په برخو کي په کار پوه کسان ونه لرو.
د هغه په وینا چي یادي برخي د یوې تولني د ملا د تیر حیثیت لري، چي د یادو برخو په کمزورتیا سره د ټولني ټولي برخي د زوال سره مخامخ کیږي.
هغه د خبرو په دوام وویل: (( د ډاکترانو نشتون، انجینیر نه لرل او پرمختګ به نه وي دا تولي اغېزي دي چي په تولنه یي اچوي، نو مسلکي خلک به ونه لرو، نه به استاد مسلکي ولرو، نه به ډاکتر ولرو نو هیڅوک به هم مسلکي نه وي. ))
په پکتیکا کي یو تن زده کوونکي یوسف جمال ځلاند د لوړو زده کړو په اړه وویل چي ډیری ځوانانو د کانکور په امتحان کي ګډون نه دي کړی او نه غواړي لوړي زده کړي وکړي.
هغه ورپسي زیاتوي: (( په کافي اندازه خلک موږ داسي لرو چي هغوۍ له دوولس کاله زده کړو وروسته دوی نه غواړي چي زده کړي وکوي، او دوی په لوړو زده کړو کي ګډون نه دی کړی یعني د کانکور امتحان یي نه دي ورکړی.))
نوموړي له لوړو زده کړو څخه د ځوانانو د لیري والي لامل د هغو کورنۍ بولي چي خپل ځوانان لوړو زده کړو کولو ته نه تشویقوي، او د زده کړو په ځای نور کارونو ته هڅوي یا یي هم نورو هیوادونو ته د کار او روزګار لپاره لیږي.
ځلاند له لوړو زده کړو څخه د ځوانانو د لیري والي بل لامل د خلکو خراب اقتصادي وضیعت بولي او وایي چي ډیر خلک له غربت سره مخامخ دي، چي د غربت له امله ډیر زده کړیالان نه شي کولای چي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي او زده کړي بشپړي کړي.
هغه نظر ورکوي: (( زموږ خلک یې درس ته نه دي تشویق کړي، او تعلیم ته یي نه دي بللي. او ډیری خلک یي د غربت له وجعي، د مسکنت له وجعي، د غریبي له وجعي لوړو زده کړو ته زړه نه ښه کوي.))
په پکتیکا پوهنتون کي یو تن محصیل ګل باران پښتون لوړو زده کړو ته د لېوالیتا کمښت د اقتصادي ستونزو له امله یادوي. هغه وايي چي هره کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، ځکه خپل د کورنۍ ځوانان د زده کړو پر ځای نورو هیوادو ته مسافرۍ ته لیږي، خو نه غواړي چي په هغوۍ باندي زده کړي وکړي.
هغه زیاتوي: (( زیات لاملونه دغه دي چي اقتصادي مشکل لري نو بهر ملکو ته ځي او خپل هیواد پریږدي نو دوی نه شي کولای چي لوړي زده کړي ترسره کړي.))
 د خوست له شېخ ذاهد پوهنتون څخه فارغ محمد شفیق هم له لوړو زده کړو څخه د ځونانو د لیري والي لامل اقتصادي ستونزي یادوي.
هغه وايي چي د کال په دریو موسمونو کي ټول خلک د ژمي د ضروریاتو د پوره کولو لپاره خواري کوي، ځکه چي د کال په څلورم موسم یا ژمي کي د ډیرو غریبکاره  کارګرانو د کار ساحه شتون نه لري او دوی نه شي کولای په ژمي کار وکړي. بلاخره هغوۍ خپل ځوانان د کال په جریان کار ته هڅوي تر څو د ژمي لپاره پوره تیاری وکړي.
هغه یادونه کوي: (( په افغانستان کي خو تاسو ته خپله معلومه ده ژمی یو بل مصیبت ده، خکه د ژمي لپاره به د ازوغ توکي او داسي نور سامان برابروي. په لنډو کي به داسي ووایم چي ډیر غت مصارف کیږي، یوه ټولنه ډیر غت مصارف لري.))
شفیق په خپلو خبرو کي یادونه وکړه چي افغانستان ټکنالوژي د نوري نړۍ په پرتله ډیر پرمختګ نه دی کړی، او په افغانستان کي تر ډیره له ماشینري څخه هم کار نه اخیستل کیږي. ځکه چي ډیري محدودي کارخانې او فابریکې شتون لري چي ډیرو کسانو ته د کار زمینه پکښي برابره شي.
نوموړی زیاتوي: (( افغانستان کارخانې نه لري، فابریکې نه لري، داسي غټ ماشینګیري نه لري، ټکنالوژي دومره د نوري نړۍ په نسبت په افغانستان کي ډیره کمه ده. نو په دې خاطر باندي زیاتره خلک اوس لوړو زده کړو ته دومره زړه نه خوشحاله کوي.))
یوسف جمال ځلاند وویل چي ځوانان باید د کورنۍ له لوري زده کړو ته وهڅول شي او د هیواد د میني او د هیواد د جوړوني احساس په ځوانانو کي را ژوندی کړای شي.
هغه وایي چي د کورنیو د تشویق تر څنګ ځوانان هم باید د هیواد د پرمختګ لپاره فکر وکړي او د زده کړو په واسطه خپلي ټولني او هیواد ته پرمختګ ورکړي.
نوموړی وایي: (( حکومت باید ځوانانو ته کاري قرصتونه برابر کړي ځوانان تشویق شي،
ځوانان زده کړو ته وهڅول شي. په هره برخه کي که وي او ځوانان هم باید خپله یو احساس ولري له هري لاري چي وي دا دي نه وایي چي غربت دی، سره له غربته دي دوی زده کړي هم وکوي. ))
محمد شفیق وايي چي د اقتصادي ستونزو د حل لپاره حکومت باید د نور هیوادونو سره پراخي او دوستانه اړیکي ولري تر څو د هیواد هغه وګړي چي په نورو هیوادونو کي کار او روزګار کوي هغو ته د هیواد ته راتګ او بیرته تګ زمینه برابره وي. تر څو دوی په هوسا ډول نورو هیوادونو ته سفرونه وکړي.
هغه ورپسي وویل چي ډیر داسي کسان شته چي کله خپل هیواد افغانستان ته راشي، نو دوی بیرته نه شي کولای چي هغه هیواد ته لاړ شي چي هلته یي کاروبار او سرمایه وي.
دی وایي: (( حکومت باید له بهر سره اړیکي ولري، هغه کسان چي مخکي به يي یو یا دوه کسان په سعودي کي وو یا به په هندوستان کي وو یا به په پاکستان کي وو، هغه د لاري د بندیدو له امله هغه یو واري راغلي دي بیرته نه ځي. ))
علاه الدین د زده کړو په اړه وویل چي که یو څوک نه شي کولای چي نورو ولایتونو یا هیوادونو ته په زده کړو پسي لاړ شي. دوی باید کم تر کمه په خپل ولایت کي په کمه اندازه زده کړي تعقیب کړي. ځکه تر نه زده کړو، کمي زده کړي هم ښې دي.
د نوموړي په خبره کورنۍ دي هم د ځوانانو د راتلوونکي د ښه کولو لپاره له هغوۍ سره د زده کړو په کولو کي مرسته وکړي.
هغه یادونه کوي: (( هره کورنۍ خپل تکلیف وکړي او خپل ځوانان او هغه د کور نفر کوم چي درسونه وایي، هغه باید ولیږي پوهنتونو ته. او دولت هم د دوی څه غمه وکړي باید پوهنتونه ورته جوړ کړي، هغه غټ پوهنځي کي نه وي په خپلو ولایتو کي هغه کمي څانګي دي وایي هم صحیح ده.))
ډیری استادان او د زده کړو د برخي متخصصین اقتصادي ستونزي او د کاري فرصتونو نه شتون  لوړو زده کړو ته خنډونه بولي. دوی وايي چي د ډيرو کورنیو اقتصادي وضیعت خراب دی او دوی نه شي کولای خپل د کورنۍ غړي زده کړو ته ولیږي.
بل خوا دوی زیاتوي چي ډير ځوانان د خپل مسلک څخه بهر په نورو مسلکونو کی دندي ترسره کوي، ځکه چي دوی ته په خپل مسلک کي د کار زمینه کمه برابریږي.
هغوۍ زیاتوي چي په هیواد کي د ځینو پوهنتونو د زده کړو کیفیت کمزوری دی، ځیني وخت د پوهنتون استادان هم خپلو درسونو او مکلفیتونو ته په وخت نه حاضریږي. او ځیني وخت د محصلینو کار او زده کړو ته هم خاص توجع نه کیږي.
دوی وايي چي حکومت دي د زده کړي مرکزونه لا ډير کړي او د شته مرکزنو دي لا جدي څارنه وکړي، د جوماتونو ملا امامان او د قوم مشران دي د هغو ځوانانو کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړي چي خپل ځوانان زده کړو ته نه پریږدي.
د دې تر څنګ دي ټولي رسنۍ لوړو زده کړو ته د ځوانانود تشویق لپاره د عامه پوهاوي په برخه کي پروګرامونه او خپروني وړاندې کړي، او د زده کړو په اهمیت باندې د وخت په وخت ټولنې ته پوهاوی ورکړي او ګټي دې ورته روښانه کړي.
کارپوهان وايي چې کوښښ دې وشي چي هر چاته په خپل مسلک کې د زده کړو زمینه برابره شي، تر څو دوی په خپل مسلک او کار کي بریالي او په کار پوه شخصیتونه وي.
د کارپوهانو په وینا د پوهنتون ښوونځیو استادان باید خپلو درسونو ته په وخت حاضر شي، د محصلینو او زده کوونکو زده کړو ته باید جدي پاملرنه وکړي او هغوۍ خپلو کارونو ته متوجع کړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي