پکتيکا که څه هم د پارکونو جوړولو په برخه کې د دولت او سوداګرو له پامه غوځېدلې، خو بلخوا طبعي ښکلاوې يې هغه څه دي چې د سيلانيانو پام يې ځانته اړولی ګڼ شمېر خلک په رخصتيو، اخترونو او تفريح لپاره ورته راځي.
د ياد ولايت مشهورې تفريحي سيمې د ارګون ملکيار، زېړوک، سردې بند، پړاو، سپېدار او ګيان ولسوالۍ کې رېزو کنډو هغه سيمې دي چې شنو ځنګلونو ښکلا ورکړې او ډله ډله خلک ورته د تفريح په موخه ورځي.
تېرو کلونو کې دغه ولایت کې د تفریحي پارکونو جوړولو ته د جګړې له امله ځانګړې پاملرنه نه ده شوې او یوازې د ټول ولایت په کچه مرکز ښرنه کې یو تفریحي پارک جوړ شوی چې ګڼو برخو کې لا هم نیمګړتیاوې لري.
د دې تر څنګ ارګون ولسوالۍ کې هم یو خصوصي تفریحي پارک موجود دی.
د ښرنې اوسېدونکی وطن خان وایي، چې په تېرو وختونو کې حکومتونو دغه ولایت کې د تفریحي پارکونو جوړول بېخي له پامه غورځولي و او په ټول ولایت کې یوازې دوه پارکونه شتون لري چې یو ښاروالي او بل یې په شخصي ډول جوړ شوی دی.
نوموړی د ښرنې تفریحي پارک په اړه وایي، چې کلونه کیږي جوړ شوی خو لا هم په ګڼو برخو کې نیمګړتیاوې لري.
((د ښرنې پارک په اړه به دومره درته ووایم چې کلونه کېږي رغول شوی، خو لا یې هم اړتیاوې نه دي پوره شوې، د تفریح لپاره وسایل، د ناستې خونې، چوکۍ ، او د زراعتي ونو او زینتي ګلانو نه موجودیت هغه څه دي چې د ښرنې پارک بڼه یې پیکه کړې ده غوښتنه مو دا ده ، چې د تفریحي پارکونو جوړولو برخې ته دې پاملرنه وشي او د دې تر څنګ دې پانکوال هم وهڅول چې بیلابیلو سیمو کې تفریحي پارکونه جوړ کړي او پکتیکا ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو رامخه شي)).
تفریحي پارکونه د تفریح تر څنګ د ښوونځیو د زده کوونکو او د پوهنتون د زده کړیالانو د مطالعې لپاره هم غوره ځایونه بلل کیږي.
پکتیکا پوهنتون چې تر دا مهاله لیلیه نه لري او زده کوونکي یې د ښار په بېلابېلو برخو کې په کرایي خونو کې اوسیږي.
د پوهنتون زده کړیال محمد امين وایي، چې د لیلیې د نه موجودیت له کبله د ښار په سوداګریزو ودانیو کې کرایي اطاقونو کې اوسیږي، چې د مطالعې لپاره په هېڅ ډول مناسب نه دي.
محمدامين زیاتوي، چې د پارک بڼه هم ښه نه ده سهولتونه نه لري او د مطالعې لپاره پر جوماتونو او د مارکېټونو او د ونو پر سیورو پسې ګرځي.
((تاسو ته بهتره مالومه ده، چې د پکتیکا پوهنتون لیلیه نه لري، زده کړیالان د مارکېټونو کرایي اطاقونو کې ژوند کوي، چې د مطالعې لپاره په هېڅ ډول مناسب نه دي، د پارک چاپیریال هم خوندور نه دی ، زده کړیالان خورا واره اوسېږي چې شته پارک چا ته نږدې او له چا نه بیا بېخي لیرې دی، مونږ ډېری وخت د مطالعې لپاره د ښار جوماتونو ته ځو او یا د مارکېټونو او ودانیو سیورې لټوو چې مطالعه وکړو ، غوښتنه مو دا ده ، چې شته پاک ته پاملرنه زیاته شي او تر څنګ دې یې د ښار په بیلابیلو ساحو کې نور تفریحي پارکونه هم جوړ شي.))
د ارګون اوسېدونکی الف جان وایي، چې د ارګون پارک امکانات تر ښرنې یو څه ښه دي خو اړتیا شته چې د تفریح بیلابیل وسایل په کې ولګول شي او ساحه یې باید پراخه شي.
((د ارګون پارک شخصي دی امکانات یې یو څه ښه دي خو بسنه نه کوي او باید وسایل یې زیات او ساحه یې پراخه شي ، د ارګون بازار کې ګڼه کوڼه زیاته ده او د نږې کلیو خلک هم ورته د تفریح لپاره راځي نو لازمه ده ، چې پارک ته یو څه پراختیا ورکړل شي او د دې تر څنګ زمونږ غوښتنه دا ده چې باید د اسلامي امارت له لوري هم ارګون کې یوه پراخه ساحه کې یو تفریحي پارک جوړ شي.))
پکتیکا کې د شته دوو تفریحي پارکونو د موجودیت تر څنګ د دغه ولایت ګڼې سیمې له طبیعي ښکلا برخمنې دي.
د ښرنې اجمل وایي، چې د پکتیکا زياتره سیمې طبیعي ښکلې دي، د ارګون ولسوالۍ ملکیار، خواجه نیک بین، ورژانه سیمې، زېړوک ولسوالي، د ګیان وسوالۍ ریزو سیمه ، د سروبي ولسوالۍ سپیدار نري سیمه ، د سروزې ولسوالۍ اړوند پړاو سیمه او نورو ولسوالیو کې هم په ورته ډول ګڼې سیمې له طبیعي ښکلا برخمنې دي او خلک اخترونو ، ملي ورځو او رخصتیو کې د تفریح لپاره ورځي.
(( ټول افغانستان او په ځانګړي ډول پکتیکا له طبیعي ښکلاوو ډکې ګڼې سیمې لري چې د ارګون ولسوالۍ ملکیار، خواجه نیک بین، ورژانه سیمې ، زیړوک ولسوالي، د ګیان ولسوالۍ ریزو سیمه، د سروبي ولسوالۍ سپیدار نري سیمه ، د سروزې ولسوالۍ اړوند پړاو سیمه د ولایت په کچه د تفریح لپاره مشهورې دي د دې تر څنګ د پکتیکا په نورو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې ځانګړې طبیعي ښکلا لري.))
د ښرنې یو بل اوسېدونکی عابد هم د پکتیکا ولایت د هغه سیمو یادونه کوي، چې په طبیعي ډول ښایسته او د خلکو تر منځ د تفریح لپاره مشهورې دي.
عابد زیاتوي، چې د تېر حکومت د واکمنۍ پر مهال د بېلابېلو ولسوالیو تفریحي سیمو ته ډېری خلکو د ناامنۍ له کبله نه ورتلل، خو اوس دغه ستونزه هواره شوې او پکتیکا کې ډاډمن امنیت موجود دی، خو یوه ستونزه چې لا هم پر ځای پاتې ده، د لارو خرابوالی دی.
((د پکتیکا ډیری ولسوالۍ په طبیعي ډول ښکلې دي مخکې خو داسې وه چې د لویو لارو امنیت ډاډمن نه و او له همدې کبله ډیری خلکو د تګ لپاره زړه نه ښه کاوه اوس خو الحمدالله ټول هیواد او په ځانګړي ډول پکتیکا کې ډاډمن امنیت دی خو د لارو د خرابوالي ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده او اړتیا ده ، چې د رغولو لپاره یې اقدامات وشي ، تیر حکومت خو دې برخه پاملرنه ونه کړه ، زمونږ هیله دا ده ، چې اسلامي امارت به دې برخې ته ځانګړې پام وکړي ، که په تیر کې پاملرنه شوې وای اوس به پکتیکا ته د هییواد د نورو ولایتونو او سیمو په څیر کورنۍ او بهرني سیلانیان راتلل.))
د پکتیکا اوسېدونکی عالم ګل په ټولیز دول له اسلامي امارت غواړي، د بېلابېلو ولسوالیو هغه سیمې چې له طبیعي ښکلا برخمنې او د تفریح لپاره مشهورې دي په قرارداد ورکړي چې ځینې اسانتیاوې پکې رامنځته شي او د هېواد او نړۍ د سیلانیانو پام ورته را واوړي .
عالم ګل همدا راز وایي، چې پکتیکا ته دې د سیلانیانو د را جلبولو په موخه د هغه لارو جوړولو ته لومړیتوب ورکړای شي چې د طبیعي ښکلا لرونکو سیمو او ولسوالیو ته غځېدلي دي.
((زما غوښتنه او هیله له اسلامي امارت څخه دا ده، چې تفریحي سیمو ته دې په بېلابېلو برخو کې پاملرنه وکړي، لومړۍ خو دغه سیمې په قرارداد ورکړي چې چې له مخې اسانتیاوې رامنځته شي او تر تر څنک یې دا غوښتنه هم کوم چې لارې دې جوړې کړي څو د هیواد د نورو سیمو اوسیدونکي او ان بهرني سیلانیان یې راتګ ته زړه ښه کړي ))
د پکتیکا اطلاعاتو او کولتور رییس محمد امین حذیفه وایي ، چې مرکز ښرنه او بیلابیلو ولسوالیو کې د تفریحي پارکونو جوړول په ټولییز ډول د ولایتي ادارې لومړیتوب دی اودا برخه چې مخکې دا برخه ، له پامه غورځول شوې وه اوس به ورته ځانګړې پاملرنه کیږي
حذیفه همدا راز وايي، چې امکاناتو ته په کتو د پکتیکا د ټولو سیمو لارو ته پاملرنه کیږي او د هغه سیمو لارو ته به ځانګړی پام وشي چې طبیعي ښکلا لري او د خلکو تر منځ د تفریح لپاره مشهورې دي.
((په ټولییز ډول ولایتي اداره په دې هڅه کې ده او لومړیتوب ورته هم لري، چې مرکز ښرنه او ځينو ولسوالیو کې تفریحي پارکونه جوړ کړي، تېرو وختونو کې ورته په سم ډول پاملرنه نه ده شوې، د دې تر څنګ د هغه سیمو په اړه هم پلانونه شته چې طبیعي ښکلا لري او خلک د تفریح لپاره ورځي، د سرکونو او لارو موضوع مهمه ده او امکاناتو ته په کتو به د پکتیکا د ټولو ولسوالیو لارو ته پاملرنه وشي، خو د هغه سیمو لارو ته به ځانګړی پام وشي چې د طبیعي ښکلا لرونکو سیمو ته غځیدلي دي.))
د تفریحي پارکونو جوړول او له طبیعي ښکلا ډکو سیمو ته پاملرنه که له یوې خوا د خلکو د تفریح او ساعتیري سبب ګرځي، له بل لوري ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم پکې برابرېږي.
تبصرې 0