د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ ګلو خېلو سيمه کې شپږ جرېبه او د خوږياڼو ولسوالۍ خوران خرکلانو سيمه کې دوه بېسوې ځمکه باندې کرل شوی د بنګو کښت د يادو ولسوالیو امنيه قوماندانيو منسوبینو له لوري پاکه شوه.
ننګرهار کې سږکال په ډېره کمه ځمکه کوکنار او بنګ کرل شوي وو چې امنيتي مسئولينو له لوري واړول شول او په دې سره دا ولايت د نشه يي توکو کښت په برخه کې صفر شوی.
تبصرې 0