په ارزګان کې د نابینایانو په ۱۰۰ کسیزې کورنۍ څه تېرېږي

272
د کتلو شمېره

د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ په میاندو سیمه کې چې کابو ۶۵ تر ۷۰ کیلومټره له مرکز ترینکوټ څخه واټن لري، د یوې لوې کورنۍ لسګونه غړي، څو پشته نسل په نسل له کابو یوې نیمې پېړۍ راهیسې نابینا زېږېدلي او له کړاوه ډک ژوند تېروي.
دا کلی اوس د نابینایانو په نوم مشهور شوی. د کلي اوسېدونکي وايي چې دوی ته دغه ستونزه او ناروغي ارثي ور پاتې ده او تر ټولو خواشینوونکې بیا ورته دا ده چې د سیمې نورو خلکو سره هم راشه درشه او خپلوي نه‌شي پاللی، ځکه وېره دا ده چې راتلونکي نسلونه به یې هم معلولیت ولري.
په دهراوود کې د نابینایانو کلي اوسېدونکی ۲۵کلن عبدالکریم چې د کلي ډېری نابینایانو په پالنه او روزنه بوخت دی، وايي چې د کورنۍ ډېری غړي یې نابینایان دي او کوم ماشومان چې نوي زېږي، هغه هم نابینایان وي او یا د سترګو زیاته کمزوري لري.
«زموږ د کورنۍ ډېرغړي ړانده دي، اوس چې نوي پیدا کېږي، هغه هم ړانده وي او په دې کې داسې کسان هم شته چې بیخي هېڅ شی په سترګو نه‌ويني، موږ چې يو چا ته د دوستۍ ووايو، هېڅوک زموږ سره دوستي نه‌کوي، وايي ستاسو نسل خراب دی.»
رحمان‌الله بیا کابو څلوېښت کلن دی. نوموړی وايي چې په سترګو هېڅ نه‌ویني او د ۱۳اولادونو له ډلې یې، پنځه تنه بشپړ نابینایان دي. رحمان‌الله زیاتوي چې پېغلې لوڼې یې په کور زړېږي او د دغې ارثي ناروغۍ د لېږد له وېرې هېڅوک ورسره خپلوۍ ته زړه نه‌ښه کوي او دوی هم چاته د دوستۍ او خپلوۍ نه‌شي ویلی.
«زموږ ورځنۍ ژوند هم ټول خراب دی، ټولې لارې مو بلدې کړې دي، بل ځای چې ولاړ شو، بیخي پر لاره هم يوازې تګ نه شو کولای.»
حکمت‌الله د کلي بل اوسېدونکی دی. نوموړی هم د رحمان‌الله ته ورته خبرې کوي او وايي چې د کلي ډېری پېغلې یې په کورونو زړې شوې او څوک سره کوژدې ته زړه نه‌ښه کوي.
«په بل ولايت کې مو خور ورکړې ده، اولادونه يې پیدا شوي دي، هغه ټول اولادونه يې دغه ډول په سترګو ړانده دي، هرچا ته چې خپله لور يا خور ورکړو اولادونه يې په سترګو ړانده وي.»
ګل لالا چې عمر خوړلی سپين ږېری دی، هم په زړه‌ ډېرې ګیلې لري، خو وايي چې اوس اوږده موده په خپلو کې خپلوي کوي.
بل لور ته روغتيايي چارواکي وايي چې د ياد کلي په دغو اوسېدونکو کې شته ارثي خواص د یادې ناروغۍ د خپرېدو لامل شوي. د ارزګان عامې روغتیا ریاست ریيس ډاکټرمحمد‌الله روحاني وايي چې د «کنجينيټل» ارثي ناروغۍ درملنه ناشونې او ستونزمنه ده.
«دا د دهراوود ولسوالۍ په مياندو سيمه کې دي. دا د سترګو داسې یوه ناروغي ده چې ارثي انتقالېږي. درملنه يې په افغانستان کې نه‌کېږي د يو نسل څخه بل ته انتقالېږي، موږ به دغې سيمې ته د سترګو ډاکټران هم ولېږو.»
بل لورته د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دغه کلي له شاوخوا ۲۰۰تنه اوسېدونکو له جملې ۱۲۰تنه یې چې په یوې کورنۍ پورې اړه لري چې نابینایان دي، خو په ارزګان کې چارواکي د نابینایانو شمېر ۲۰تنه یادوي.
د ارزګان ولایت د شهیدانو ورثه‌وو او معلولينو چارو ریيس مولوي منظور همدا اشمېرې شریکوي او وايي چې په دغه کلي کې د ۱۲۰کسانو له ډلې ۲۰تنه یې نابینا دي:«په دغه کسانو کې څه اندازه ۱۰۰فیصده نابینا شته. د دوی کلی په نابینا مشهوره دی. موږ يې يو شمېر کسان د ځان سره د مرستې په هدف ثبت کړي هم دي.»
د یادولو وړ ده چې په لومړي ځل په ارزګان کې د دغسې یوې ارثي ناروغۍ په اړه خبر ورکول کېږي؛ داسې یوه ناروغي چې د یوې کورنۍ څو نسله وګړي یې نابینایان دي. اوس وګورو چې د دغو خلکو غږ څنګه اورېدل کېږي او څوک یې د لاسنیوي، مرستې او درملنې په خاطر لاس اوږدوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي