په لومړي ځل په کویټ کې یوې رسنۍ داسې نطاقه په کار ګمارلې چې انسانه نه ده او د مصنوعي هوښ او ځېرکتیا په مرسته جوړه شوې ده.

270
د کتلو شمېره

کویټ نیوز د خپلې دغې مصنوعي خبریالې نوم “فضا” ايښی او ټاکل شوې ده چې ددې رسنۍ انلاین خبرونه به وړاندې کوي.
د لوڅ سر او ژیړو ویښتانو لرونکې دې مصنوعي نطاقې لومړنۍ د ۱۳ ثانیو یوه ویډیو د شنبې په ورځ ددغې رسنۍ د ټویټر پر پاڼه خپره شوه چې د خبریالانو په ګډون ګڼو خلکو ورته بیلابیل غبرګونونه وښودل.
کویټ نیوز د خلیج د لومړنۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼې کویټ ټایمز سره تړلې رسنۍ ده. ددې دواړو رسنیو مرستیال مسوول مدیر عبدالله بوفتین وايي چې له دې پروژې څخه یې هدف په رسنیو کې د نوښت رامنځته کولو دپاره د مصنوعي هوښ د ظرفیتونو ازمویل دي.
بوفتین وايي، ددې نطاقې ژیړ ویښتان او شنې سترګې د کویټ د نفوس تنوع ښيي چې ډیره برخه یې بهرنیان جوړوي.
په نړیواله کچه د مصنوعي هوښ (Artificial Intelligence) ګړندی پرمختګ سبب شوی چې دغه ټکنالوژي وکولای شي په مختلفو برخو کې د انسان په څېر کار وکړي او اسانتیاوې رامنځته کړي. خو په عین وخت کې یې دا اندېښې هم پارولي چې دا ټکنالوژي به په کاري چاپېریال کې د انسانانو ځای نیسي او د هغوی دندې به ختموي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي