چټ جي پي ټي؛ د بریتانیا پوهنتونونو محصلانو مقالو لیکلو کې ګټه ترې اخیستې

244
د کتلو شمېره

په بریتانیا کې د پوهنتون محصلانو منلې چې د مصنوعي ځیرکتیا پروګرام چټ جي پي ټي (ChatGPT) په مرسته یې مقالې لیکلې دي.
د کاردیف پوهنتون محصلانو ویليو د مصنوعي ځیرکتیا له ملاتړ برخمن اتومات بنډار پروګرام په کارولو یې د لیکل شویو مقالو لوړه ارزونه ترلاسه کړې ده.
چټ جي پي ټي پروګرام د مصنوعي ځیرکتیا یو پروګرام دی چې د انسانانو ځوابونو ته ورته ځوابونه راوړلی او اکاډیمیک کارونه تولیدولی شي.
د کاردیف پوهنتون ویلي، دوی خپلې تګلارې بیا ارزوي او ژر به د پوهنتون په کچه نوې لارښوونې اعلان کړي.
 ټام- مستعار نوم – یو له هغو محصلانو دی چې له چټ جي پي ټي بنډار یې ګټه اخیستې ده.
ټام چې جي پي اې یا د نومرو اوسط یې ۲٫۱ دی، په تېره جنورۍ میاشت کې دوې مقالې وړاندې کړې چې هره یوه یې ۲۵۰۰ کلمې وه، یوه مقاله یې د محاورې روباټ په مټ لیکلې او دویمه یې له هغه پرته چمتو کړې وه.
ټام د مصنوعي ځیرکتیا په مټ د لیکل شوې مقالې له برکته لومړی مقام وګاته، چې دا په پوهنتون کې لوړه نومره ګڼل کېږي.
په بدل کې له دې پروګرام پرته لیکل شوې مقالې ۲٫۱ اوسط نومرې واخیستې.
ټام وايي‌”هر شی مې حرف په حرف نه دی لمېسلی (کاپي) کړی،‌ بلکې له پروګرام به مې پوښتنې کولې او په دې سره له معمول ډېر ژر معلوماتو ته ورسېدم”.
 دی مني چې د خپلو مقالو د پلان لپاره به له چټ جي پي ټي بیا هم ګټه واخلي.
کارډیف پوهنتون د ۲۰۲۳ کال جنورۍ میاشت کې معلوماتو ته د لاسرسي په اړه یوه ارزونه وکړه چې د پوهنتون د خصوصي وایفای شبکې له لارې چټ جي پي ټي وېبپاڼې ته پکې ۱۴۴۴۳ ځله مراجعه شوې وه، حال دا چې تر هغه یوه میاشت مخکې هلته هېڅ مراجعه نه وه ثبت شوې.
جان – مستعار نوم دی- د پوهنتون یو بل محصل دی. دی مني چې د خپلو کارونو لپاره یې له دې پروګرام ګټه اخیستې ده.
جان وايي: “له ډیسمبر میاشتې راهیسې مې څو ځله ګټه ترې اخیستې ده.‌ باوري یم چې ما په خپل هر اکاډیمیک کار کې لږ ګټه ترې اخیستې ده. اوس زما د کار یوه برخه ګرځېدلې ده او ښايي همداسې دوام وکړي”.
دی زیاتوي: “لومړی ځل مې چې ګټه اخیستل ترې پیل کړل، له اکاډیمیکو طریقو سره مې د متخصصو نظریو پرتلنې په شان څیزونه لیکل ترې وغوښتل، چې پکې بریالی شو”.
که څه هم چټ جي پي ټي اخځونه نه راوړي، خو جان وايي ددغو اخځونو ډکولو کې کومه ستونزه نه لري.
دواړه محصلان وايي‌ له چټ جي پي ټي یې د خپلو مقالو لیکلو کې ګټه نه ده اخیستې، بلکې د منځپانګې جوړولو لپاره یې کارولی چې دوی بیا وروسته د بدلولو توان درلود‌.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي