حقاني: د کډوالو موضوع ته دې د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي

332
د کتلو شمېره

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې ویلي چې ترکیه باید د غیر قانوني کډوالو د قانوني کولو لپاره په کړنلاره کار وکړي
وموړي دغه راز زیاته کړې چې د کډوالو موضوع ته باید د اسلامي اصولو له نظره وکتل شي او افغانانو ته کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې شي.
په همدې حال کې د ترکیې سفیر جنګ اونال ویلي، د ترکیې پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره د ناسم چلند راپورونه کم شوي او که کوم ځای ستونزه وي، نو دوی به ورته رسېدنه وکړي.
افغان حکومت په داسې حال کې له کډوالو سره د ښه چلند غوښتنه کوي، چې وړمه ورځ ایران هم څه باندې ۱۳ زره افغان کډوال له خپل هېواد ته راستانه کړي دي.
په ورته مهال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې ۴۲۰ زره افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه را اېستل شوي دي.
 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي