کريکټ بورډ: د توپوهنې برخې لپاره مو نوی روزونکی ټاکلی

153
د کتلو شمېره

کريکټ بورډ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سویلي افریقا پخوانی توپوهونکی انډریو پټیک یې د ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه ټاکلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چېکه څه هم د سویلي افریقا دغه پخوانی توپ وهونکی د نړیوال کرکټ تجربه نه لري، خو په کورنیو سیالیو کې د روزنې تجربه زیاته ده او د دې ترڅنګ په ۲۰۲۳ کال کې یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه مسوولیت هم پر غاړه درلود.
په خبر پاڼه کې همدا زار دا هم ویلي شوي، چې د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام لپاره جیمز پارسنز د لوبډلې د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی. جېمز پارسنز له وړاندې له افغان ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې سره په سویلي افریقا کې یوځای شوی او هلته به د ۲۰۲۴م کال ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سره کار کوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي