په فرانسه کې بزګران داسې تراکتورونه کاروي چې د تیلو پر ځای د غواګانو د فاضله موادو (خوشایو) په انرژۍ چلیږي

197
د کتلو شمېره

په فرانسه کې بزګران داسې تراکتورونه کاروي چې د تیلو پر ځای د غواګانو د فاضله موادو (خوشایو) په انرژۍ چلیږي.
ددغه هېواد په جنوبي سیمه ډورډونیا کې د غواګانو له کوټو څخه خوشايي په اتومات ډول داسې کانتینر ته ورته ماشینونو ته انتقالیږي، چې ورڅخه په تراکتورونو کې استعمالېدونکی طبیعي ګاز تولیدوي.
دا طبیعي ګاز (bioNGV) په اصل کې د میتان ګاز دی چې له ډیزلو هم پاک ګڼل کیږي او د “نوي هالنډ” په نوم د ایټالوي او امریکايي شرکت له خوا جوړ شوي تراکتورونه په همدې ګازو چلیږي.
ددې سیمې کروندګر هیله لري چې د تراکتورونو برسېره نور موټر یې هم د غواګانو د خوشايو په انرژۍ وچلیږي.
د ډورډونیا د سیمې کروندګر برټرانډ ګورین وايي، چې له دغه انرژۍ څخه په کورونو کې د بریښنا لپاره هم استفاده کیږي.
د څارویو له فاضله موادو څخه د میتان ګاز تولیدیږي چې د طبیعت په ککړتیا او د اقلیم په تودوښه کې تر کاربن ډای اکساید ډېر مضر ګڼل کیږي. خو فرانسوي کروندګر وايي، چې له خوشایو څخه په موټرو کې د انرژۍ او د بریښنا د تولید دپاره استفاده کول نه یوازې له تیلو ارزانه تمامیږي بلکې د طبیعت په پاک ساتلو کې هم مرسته کوي.
کروندګر ګورین وايي، چې په کانتینري ماشین کې د خوشایو له پروسس کېدو وروسته تولیدېدونکی طبیعي ګاز تراکتور ته اچوي او په ماشین کې پاتې مواد په خپلو پټیو کې د سرې یا کوډ په توګه استعمالوي.
هغه زیاتوي چې دا سره له هغه کیمیاوي کوډ بهتره ده چې له فوسیلي موادو جوړیږي او طبیعت ککړوي.
هغه وايي چې “دا یوازې د داستان پیل دی” او پدې برخه کې د نور پرمختګ هیله لري.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي