په ۱۱ بېلا بېلو ولایتونو کې ۷۳ چکډېمونه جوړېږي

158
د کتلو شمېره

د اوبو او انرژۍ وزارت، د هېواد په ۱۱ولایتونو کې د ۷۳ چکډېمونو د جوړېدو د تړونونو د لاسلیک خبر ورکړی.
دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هېواد کې د اوبو بحران او د موسمي سېلابونو د مدیریت او کنټرول، د اوبو سرچینو د پیاوړتیا او د سېلابونو او وچکالیو د زیانونو د کموالي لپاره د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډېمونو پروژې پلي کوي، چې له دې جملې د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک شوي؛ د اوو پروژو چارې بشپړې شوي؛ د ۳۳ پروژو چارې روانې دي او د پاتې ۳۳ نورو پروژو تدارکاتي چارې روانې دي چې ډېر ژر به یې عملي چارې هم پیل شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي