مولوي عطاءالله عمري د ام سي سي چینایي شرکت له رییس سره وکتل

216
د کتلو شمېره

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په خپل کاري دفتر کې د «ام سي سي» چیناني شرکت له رییس خه شوپینګ سره چې د لوګر د عینکو مس د کان کېندنې قرارداد پر غاړه لري وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د لوګر د مس عینک کان او د بامیان ولایت د حاجي ګک کان د شاوخوا ځمکې د استملاک او د کار پر مهال د یاد شرکت د اړتیا وړ اوبو په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې خه شوپینګ وويل، چې د کانونو کېندنې په برخه کې د دغه شرکت کار له ډېرې مودې راهيسې بند دی او دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره خپل فعاليتونه بيا پيل کړي. د هغه په وينا، دوى د کار د پيل لپاره ځمکې او اوبو ته اړتيا لري او د کرنې وزارت له سرپرست څخه يې په يادو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې مولوي عطاء الله عمري په خپلو خبرو کې د «ام سي سي» شرکت له لېوالتیا او پانګونې څخه مننه او د دغه شرکت له مسوولینو سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
مولوي عمري دغه راز د ياد شرکت د ستونزو د هواري په موخه خپل نظرونه د ياد شرکت له پلاوی سره شريک کړل، څو ژر تر ژره د کانونو استخراج پیل کړي.
د چین د مټالورژي شرکت د فلزاتو او کانونو دولتي شرکت دی، چې دا مهال په لوګر ولایت کې د مس عینک کان د استخراج قرار داد لري.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي