چابهار افغانستان ته بدیله لاره کېدایشي؟

223
د کتلو شمېره

افغان سوداګر وايي، وروسته له هغه چې پاکستاني چارواکو د دوی سوداګریزو توکو لپاره ستونزې جوړې کړې، هڅه کوي د ایران چابهار بندر د کراچۍ د بدیلې لارې‌ په توګه وکاروي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د پلاوي غړی او د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې مشر خان جان الکوزي تېره ورځ  ویلي و چې اوس هم هره ورځ سلګونه کانټینرونه د ایران د دغه بندر له لارې افغانستان ته راځي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د پنج‌شنبې په ورځ د چابهار بندر ته تللی و.
نوموړي له ایران څخه تر ستنېدو وروسته د دغه بندر د کارونې په اړه افغان خبریالانو ته داسې وویل:
«
زموږ لیده او کاته له ایران سره د دې لپاره وو چې زموږ افغاني توکي بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو رسولو اسانه او ارزانه لار پيدا کړي چې په دې سره به د افغانستان سوداګري لا زیاته شي.»
د اقتصادي معاونیت پر ایکس‌پاڼه هم لیکل شوي چې د ملاعبدالغني برادر د سفر پرمهال د ایران د چابهار بندر مسوولینو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ چې له افغانستان سر له اوسه کولای شي له دغه بندر څخه د سوداګرۍ، صادراتو، وارداتو او ترانزیټ په هدف عملاً ګټه پورته کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي هم د افغان سوداګرۍ او افغاني توکو د صادراتو لپاره د چابهار بندر ګټور بولي او زیاتوي، که دغه بندر افغان سوداګرو پر وړاندې پرانیستی پاتې شي، ښایي د افغانستان پر سوداګرۍ مثبت اغېز ولري.
د اقتصادي چارو شنونکي شفیع‌الله ستومان په دې اړه وویل:
«
موږ په وچه کې ایسار هېواد لرو، نو ویلای شوو چې دغه ډول بندرونه زموږ لپاره ډېرې مثبتې ګټې لري. موږ نه‌شو کولای چې په یو بندر تکیه وکړو، ځکه موږ له ګاونډیو هېوادونو سره هر وخت اړېکې ښې نه وي، نو ښه خبره دا ده چې دواړو بندرونو ته لاره او لاسرسی ولرو.»
ایران هم لېواله دی چې د افغان سوداګرو توکي‌ له دغې لارې افغانستان ته یوړل شي، ځکه مالي ګټه یې په کې ده.
افغان سوداګر وايي، که د چابهار له لارې توکي لېږدوي، د کراچۍ بندر پرتله په یوه کانټینر نږدې یو نیم زره ډالره ډېر لګښت راځي، خو بیا هم وایي چې ښه بدیله لاره ده.
چابهار بندر د ایران په ختیځه برخه سیستان او بلوچستان کې موقعیت لري او یوازنی اقیانوسي بندر دی چې ایران د عدن خلیج او عربو سمندر له لارې د هند له اقیانوس سره نښلوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي