پکتیکا کې ۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د چرګانو فارمونه جوړ شول

203
د کتلو شمېره

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په  چهاربران ولسوالی کې ۲۸۰ هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټي وټې مسولیت ور تر غاړي دی د اقتصادي پیاوړتیا په پار ورته د چرګانو فارمونه جوړشول.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي شیرمحمد ذبیح باختر آژانس ته وویل چې د اسیا کې  د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې مؤسسې په همکارۍ په دغو فارمونو کې هرې کورنۍ ته ۳۰ قطعې کورني چرګان، ۱۵۰ کیلو د چرګانو دانه او ۶۲۰۰  افغانۍ نغدي پیسې ورکړل شوي دي.
مولوي ذبیح زیاته کړه، د چرګانو د واړه فارمونو جوړولو سره به  په کور دننه بې وزله کورنیو ته د کار زمینه برابره، د خوړو خوندیتوب به رامنځته او هم به کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي