آیا حیوانات رېښتیا د زلزلې وړاندوینه کولی شي؟

189
د کتلو شمېره

 
دې ته په کتو سره چې ځینې څاروي له زلزلې دمخه غیر معمولی چلند ښیي ، ادعا کیږی چې څاروي کولی شی د زلزلې وړاندوینه وکړي.
له هغو غیر معمولي چلندونو څخه ځینې یې داسې دي:
سپی له زلزلې مخکې ډیرې کوکارې وهي ، په یوه ګوښه ځای کې پټیږي او بهر ته له تلو ډډه کوي.
پیشوګانې نا ارامه کیږی ، ډیر میو۰ میو کوي، یا په غیر معمولی ځایونو کې پټیږي.
مرغان سندرې ویل بندوي ، په غیر معموله بڼه الوزي ، یا د معمول خلاف ډېر او په لوی شمېر سره یوځای کیږي.
کبان له اوبو څخه ټوپونه وهي، یا په عجیب ډول په سېندونو او جهیلونو کې لامبي.
.فیل بې هوښه کیږي او ژاړي
ساینس پوهان دغو نښو نښانو ته په کتو سره، په دې باور دي چې څاروي کولی شي له زلزلې مخکې چاپېریالي بدلونونه احساس کړي.
د پوهانو په باور، حیوانات دا بدلونه د مقناطیس په ساحه، د ځمکې په خوځښتونو او له ځمکې څخه په وتونکو ګازو کې محسوسوي.
ځینې څاروي؛ په ځانګړې توګه الوتونکي ، د دوی په بدن کې مقناطیسي ذرات لري چې له دوی سره د نیویګیټ کولو کې مرسته کوي.
دا ذرات ممکن له زلزلې سره تړلي مقناطیسي بدلونونو په اړه د څارویو پوهه فکتور کړي.
 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي