جراح روباټ

248
د کتلو شمېره

په پام کې ده چې راتلونکی کال به د بریتانیا په یوه برخه کې له ۲۰۰ ډېر کسان له یوه داسې نوي روباټ ګټه واخلي چې طبي جراحي کارونه به کوي او قېمت یې یو میلیون پونډه دی.
په هیریفورډ کې د بریتانیا د روغتیايي ادارې اړوند یوه روغتون ویلي، په روباټ کې لګول شوی سیستم د جراح ډاکټر د لاسونو خوځېدو ته غبرګون ښيي او د عملیات پرمهال اړوند توکي خوځولی شي.
د روغتون چارواکو ویلي “دا کار به تر ډېره حده ژر” په روغتون کې د سرطان ناروغۍ د ناروغانو د پاتې کېدو وخت راکم کړي او جراحي عملیات به چټک کړي.
د ښځو او د بولو د سیستم اړوندې ناروغۍ هغه برخې دي چې دا ټیکنالوجي به پکې وکاروله شي.
 یاد چارواکي زیاتوي، دا روباټ په انګلستان کې د روغتیا ملي ادارې په بسپنه جوړ شوی چې تر اوسه یې په کوچنیو عملیاتو کې ګډون هم کړی.
“په دې سره به په لا دقت سره عملیات ترسره کېږي او له عملیات وروسته به د ناروغ درد کمېږي او ژر به رغېږي”.
 جراحانو دا سیستم په عملیاتخونو کې ځای پر ځای کړی،‌ چې د ناروغ څنګ ته به دوی لاسرسی ورته لري او د روباټ پر لاسونو به لاسبري وي.
د روغتون چارواکو دا هم ویلي چې کوچني توکي “د انسان د لاس په شان خوځېږي، خو یو څه چټک”.‌
د بولو د سیستم اړوند یوه سلاکار ډاکټر محمود اختار ویلي دا ټیکنالوجي د عملیاتخونو توان زیاتوي.
دی زیاتوي، هغه ناروغان چې پخوا به روغتون کې د بولي ناروغۍ د عملیات لپاره پنځه ورځې پاتې کېدل، “اوس له یوې شپې تېرولو وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستنېدلی شي”.
دا جراح وايي:
“اوس موږ په سرطاني عملیات کې د ځینو تخصصونو له لارې د روباټ کارولو پیل کې یو او پلان مو دا دی چې ناروغانو ته د ګټې رسولو لپاره یې لا پراخه کړو”.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي