په پکتیکا کې د اوبو د دوو ذخیروي بندونو د جوړولو چارې پیل شوې

209
د کتلو شمېره

په پکتیکا کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو د دوه کوچني ذخیروي بندونو د جوړولو چارې پیل شوې.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ په سورګل او د مټاخان ولسوالۍ د تودې چینې په کلیو کې د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د دوه کوچني ذخیروي بندونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
یادې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت پلې کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د یادو ولسوالیو د کرنیزو ځمکو په خړبولو او د ځمکې لاندې اوبو په تغذیې کې رغنده رول ولري.
ټاکل شوې ده چې د پکتیکا په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو ۲۵کوچني ذخیروي بندونه جوړ شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي