بلخ کې د ۲۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې

192
د کتلو شمېره

د بلخ ولایت ولايتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۲۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.
د معلوماتو له مخې دغه سړک چې د مزارشریف ښار په څلورمه ناحیه کې د ترکیې او پاکستان کونسلګریو ترمنځ غځېدلی دی، د ښاروالۍ له بودیجې څخه به د ۲۲ مېلیونه او ۴۰ زره افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دغه سړک د پخولو چارو په پیل خوښي څرګندوي او وایي چې په جوړېدو سره به یې د دوی ګڼې ستونزې حل شي.
د مزارشریف ښاروالۍ ریاست ویلي، چې دوی روان کال ۲۰ بېلابېلې پراختیایي پروژې په پلان کې لري، چې د هغو له ډلې یې د ۱۰ پروژو چارې پیل شوې دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي