د افغانستان بانک: تېره میاشت کې مو ۳.۵ مېلیارده له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي

274
د کتلو شمېره

د افغانستان بانک ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د هېواد په څلورو زونونو کې څه باندې ۳،۵ مېلیارده زاړه بانک نوټونه راټول او سوځولي دي.
دافغانستان بانک ویاند له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي چې په دغو سوځول شویو بانک نوټونو کې د افغانیو ټولې بڼې شاملې وې. 
د ویاند په خبره، د افغانستان بانک د زړو بانک نوټونو د سوځولو پرځای نوي بانک نوټونه بازار ته را وباسي او دوی دا زاړه بانک نوټونه د یوه ځانګړي طرزالعمل له مخې راټول او سوځولي دي. 
همدا راز د افغانستان بانک له ټولو هېوادوالو غوښتي چې زاړه بانک نوټونه د هېواد د پيسو د تبادلې په مرکزونو کې په نویو بانک نوټونو بدل کړي.
یاد بانک په دې ټينګار کړی، چې د دوی موخه داده، ترڅو د هېواد والو لپاره په راکړه ورکړه کې آسانتیاوې برابرې کړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي