د پنجشېر برېښنا ریاست: روان کال مو نږدې ۸ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

280
د کتلو شمېره

د پنجشېر ولايت د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه یې نږدې ۸ مېلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
د یاد ولایت د برېښنا رييس ویلي، چې دغه عوايد یې د روان کال د وري مياشتې څخه تر لړم مياشتې پورې د دوى د رياست له خوا چې ټولې ۷ مېليونه ۸۶۷ زره ۵۵۴ افغانۍ کېږي راټول کړي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي، د دې ولايت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې دوی هڅه کوي د پورونو په راټولولو او د برېښنايي خدمتونو د پراخولو سره خپل عوايد له دې نور هم زيات کړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي