ایا داسې کومه لاره شته چې پوه شو د بدن کوم غړي مو په چټکۍ زړیږي؟

155
د کتلو شمېره

که څه هم عمر معمولا د هغو کلونو د شمېر له مخې ټاکل کېږي چې یوه کس ژوند کړی وي، ساینس پوهان په دې باور دي، چې د وینې معاینه کولی شي دا معلومه کړي، چې د یو کس دننه غړي څومره ژر زړیږي.
دا طریقه کولی شي په دې وړاندوینې کې هم مرسته وکړي، چې د بدن کوم غړي په نږدې راتلونکې کې له کاره لوېږي او له ګواښ سره مخامخ دي.
د سټینفورډ پوهنتون د ساینس پوهانو یوه ډله وايي، دوی کولی شي له دې لارې د زړه، مغزو او سږو په ګډون د بدن یولس مهم غړي وڅاري.
ساینس پوهانو په زرګونه کسان معاینه کړل، چې ډیری یې د منځني عمر کسان وو.
د ازموینې پایلې وښوده چې په هرو پنځو کسانو کې چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو لوړ وو او روغتیا يي ښه ګڼل کېده خو لږ تر لږه د بدن دننه یو غړی یې داسې وه، چې له چټک زړښت سره مخامخ و.
په هرو سلو کسانو کې یو یا دوه یې داسې وه چې د بدن دننه څو غړي یې له خپل عمر څخه ډېر زاړه شوي وو یا له چټک زړښت سره مخامخ شوي وو.
روغتیایي ازموینې یو څه وېرونکې وي خو څیړونکي وايي، چې دا ازموینه کولی شي د بدن د غړو په هغو بدلونونو کې د لاس وهلو یا مخنیوي فرصت برابر کړي چې راتلونکې کې رامنځ ته کېږي.
یادو څیړونکو نېچر مجلې ته ویلي: "په دې پوهېدل چې د بدن کوم غړی په چټکۍ سره زړېږي دا له موږ سره مرسته کوي چې پوه شو راتلونکې کې له کومو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږو."
هغه زړه چې د یو کس د زیږون له عمر څخه ډیر زوړ شوی وي په راتلونکي کې یې د زړه ناروغۍ ګواښ زیات وي. هغه ماغزه چې په چټکۍ سره زړېږي کیداي شي زر د عقل له زوال سره مخامخ شي.
د دې څیړنې له مخې، د بدن یو یا دوه غړي چې عمرونه یې له اصل عمر څخه زیات وي یا زیات زاړه شوي وي او زر زاړه شوي وي دا حالت یې له ځینو نارغیو سره نېغ په نېغه اړیکه لري او کولی شي راتلونکو شاوخوا ۱۵ کلونو کې د یوه کس د مرګ لامل شي.
څیړونکو لاندې ارګانونه یا غړي تر څېړنې لاندې نیولي:
• مغز
• زړه
• ځيګر
• سږي
• کولمې
• پښتورګي
• د بدن غوړ
• رګونه او شریانونه
• د معافیت انساج
• عضلات
• پانقراص
د وینې معاینه په وینه کې د زرګونو پروټینونو کچه معاینه کوي. د دې پروټینونو کچه دا نښې وړاندې کوي چې د بدن غړي بېل چټکتیا سره د زړښت په لور روان دي.
د بدن د هر غړي د پروټینو ماډل بېل دی.
څېړونکو د ماشینونو له زده کړې سره او د وینې زیاتو معایناتو پایلو سره او همدارنګه د ناروغانو روغتیايي حالت معلوماتو سره یو داسې الګوریتم یا کړنلاره رامنځته کړې چې له مخې یې د روغتیايي حالت وړاندوینه کیدلی شي.
 
 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي