وړمه ورځ د افغانستان د بدني روزنې او المپیک ملي کمېټې عمومي ريیس مولوي احمدالله وثیق پکتیکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د نېزه وهنې يوه لوبغالي چارې رسماً پيل کړې.
د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رييس احمدالله وثيق له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل چې ياد لوبغالی به په نږدې وخت وخت کې په اساسي ډول جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
نوموړي له پکتیکاوالو ځوانانو سره د ورزش اړوند په ټولو برخو کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې د دې ولایت فوټبال لوبغالي په اساسي ترمیم او نېزه وهنې کلتوري لوبې په برخه کې به جدي کار وکړي.
د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل، پکتیکا ته د ښاغلي وثیق راتګ د دې ښکارندویي کوي، چې اسلامي امارت د ورزش پیاوړتیا ته په ټوله معنی ژمن دی او غوښتنه یې وکړه، چې په ټولو ولسواليو کې د ځوانانو ته د ورزش په برخه کې لازم امکانات برابر شي.
د پکتیکا د ورزش آمر عثمان سیرت وویل، یاد ولایت له تاریخي پلوه بېلابېلې دودیزې لوبې لري چې په تېر کې له پامه غورځېدلې او راتلونکي کې باید دې برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د ځوانانو په استازیتوب سمیع الله شمس د ورزش په برخه کې هغه ستونزې یادې کړې چې د دې ولایت ځوانان ورسره مخ دي او زیاته یې کړه چې پکتیکاوالو ځوانانو ته دې د پلازمېنه کابل او زون په کچه سیالیو کې د لوبو کولو زمینې برابرې شي.
د يادولو وړ ده، چې په يادو مراسمو کې د ورزشکارانو له لوري دودیزې لوبې او نندارې هم وړاندې شوې چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوې.
تبصرې 0