د شکرې ناروغي څه شی ده او څنګه ترې ځان ساتلای شو؟

151
د کتلو شمېره

د شکرې، شوګر یا ډایابيټ ناروغي په ګرده نړۍ کې په زیاتېدو ده او زموږ په سيمه کې خو دومره ډېره شوې چې د چا خبره پخوا به دې له چا پوښتنه وکړه چې څنګه یې؟ وېل به یې شُکر دی، خو اوس چې له چا هم د حال پوښتنه کوې وایي، شوګر دی!
د روغتیا د نړیوالې ټولنې د شمېرو له مخې پر ډیابيټ د اخته کسانو شمېر په ۱۹۸۰ کې له ۱۰۸ میلیونو، په ۲۰۱۴ کې ۴۲۲ ملیونو ته لوړ شوی دی او په درسته نړۍ کې اته نيم سلنه خلک د شکرې ناروغان دي.
په بریتانیا کې له ۴۵-۵۴ کلنو خلکو کې هر لسم کس د شکرې ناروغ دی او له ۷۵ کلنی پورته بیا نژدې هر څلورم کس دا ناروغي لري.
دا بيماري د پرمختللیو ملکونو پرتله په وروسته پاتې هېوادو کې په چټکۍ زیاتېږي.
د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه حملې، د بډوډو یا ګوردو له کاره لوېدو، فلج یا ګوزڼ (سټروک)، د پښو د پرې کېدو او په نارينه وو کې د جنسي کمزورۍ یا (امپوټنس) یوه ستره وجه ده.
ولې په شکره ناروغۍ اخته کېږو؟
د بنیادم په خېټه کې د معدې شا ته پنکریاز پروت دی چې د نورو انزایمونو او هارمونز تر څنګ انسولين هم جوړوي.
د انسان د خوړو ډېری برخه له هضم وروسته په کولمو کې په شوګر بدليږي چې لویه برخه یې د ګلوکوز په بڼه وينې ته جذب کيږي او د بدن ژونکې یا حجرې یې د انسولين په ذريعه د انرجۍ لپاره د سون توکي په توګه کاروي.
د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه حملې، د بډوډو یا ګوردو له کاره لوېدو، فلج یا ګوزڼ (سټروک)، د پښو د پرې کېدو او په نارينه وو کې د جنسي کمزورۍ یا (امپوټنس) یوه ستره وجه ده.
که چېرې دغه مهم هارمون یعنې انسولين نه جوړيږي او یا کار نه کوي نو بدن ګلوکوز د انرژۍ لپاره نه شي کارولی او په وينه کې یې کچه لوړېږي چې دې حالت ته د شکرې یا شوګر بيماري وایي.
په عام ډول د شکرې ناروغي دوه ډوله ده چې اول او دویم یا (ټایپ ۱) او (ټایپ ۲) ډایابيټ یې بولي.
په شکره اخته کسانو کې اټکل لس سلنه خلک په ټایپ ۱ او نوي سلنه بیا په ټایپ ۲ ډایابيټيز اخته دي.
ځينې میندې د امیدوارۍ په موده کې د شکرې لوړېدو سره مخامخېږي چې دې ته د مېندوارۍ ډایابيټ یا (ګېسټېشنل ډایابيټيز) وایي چې له زېږون وروسته بېرته نارمل حالت ته راستنيږي، خو په دوی کې د عامو خلکو پرتله پر ټایپ ۲ ډایابيټ د اخته کېدو خطر یو څه زیات وي.
ټایپ ۱ ډایابيټ
د شکرې دغه ډول په ماشومانو او ژڼيو کې پیدا کېږي.
دا یوه آټوامیون ناروغي ده چې د انسان بدن د پنکریاز د هغو ژونکیو یا حجرو پر ضد چې انسولين توليدوي انټي باډيز جوړوي اوهغه له کاره غورځوي، نو په دې ډول په بدن کې انسولين بيخي جوړيږي نه او د شکرې د کنټرول لپاره لازمه ده چې په پوستکي کې د پېچکارۍ یا پمپ په ذريعه انسولين واخيستل شي.
د دې ناروغۍ نښې په ورځو او اوونیو کې ځان جوتوي.
    افغانستان کې د شکرې ناروغي 'بې ساري ډول' په ډېرېدو ده
    "په تېره يوه لسيزه کې د شکرې ناروغي ۶۰ سلنه زياته شوې"
    شکر ناروغي څه ده او څنګه ترې بچېدلی شو؟
که په وخت یې درملنه و نه شي، په وينه کې زیاته شکره له متیازو سره وځي چې بدن د اوبو له سخت کمښت سره مخامخېږي، وينه تېزابي کېږي چې 'ډایابيټېک کيټواسيډوسز' یې بولي، انسان کوما ته ځي او د مرګ زیات خطر لري.
ټایپ ۲ ډایابيټ
د شکرې دغه عامه ناروغي عموماً په لویانو کې پېښيږي خو په تنکیو ځوانانو کې یې هم پېښې ثبت شوې دي.
دا هم د انسولين د کمښت یا د هغه په مقابل کې د بدن د مقاومت یا دواړو له وجې رامنخته کېږي، نو د درملنې لپاره یې هم داسې دارو درمل او ګولۍ ورکول کېږي چې د انسولين جوړيدل زیات او په مقابل کې یې د بدن مقاومت او حساسیت کم کړي.
 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي