د بغلان د لرغونو، کلتوري او فرهنګي سیمو ساتنه او خوندیتوب د اطلاعاتو او کلتور ریاست لومړیتوب دی

80
د کتلو شمېره

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، چې د لرغونو  او فرهنګي سیمو ساتنه او خوندیتوب د دې  ریاست لومړیتوب دی او د همدې هڅو په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رییس او د لرغونو سیمو د ساتنې امنیتي قطعې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د خواجه خان بابا د کلي په سیمه کې د پهلوان جمعه خان له نوې کشف شوې لرغونې غونډۍ څخه لیدنه وکړه.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي چې د لرغونو سیمو د ساتنې د ۰۱۲ امنیتي قطعې قومندان محمد خلیل خطاب یې ملتیا کوله وویل، چې په دې ولایت کې د شته فرهنګي او لرغونو سیمو ساتنه او خوندیتوب یې لومړیتوب دی او دغه ریاست به هېچاته اجازه ورنه کړي چې لرغوني، کلتوري او فرهنګي ځایونه لمنځه یوسي او یایې تخریب کړي.
هاشمي زیاته کړه چې لرغونو او فرهنګي سیمو ته څېرمه میشتو ځايي خلکو ته یې سپارښتنه کړې څو د فرهنګي او لرغونو ځایونو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي او د ټولو هغو کسانو مخه ونیسي چې د فرهنګي او کلتوري سیمو د لمنځه وړلو او یاهم تخریب هڅه کوي.
د بغلان اوسېدونکي محمدالله او میراحمد وویل، چې فرهنګي او کلتوري سیمې د ملت مال دی او ټول ولس یې پر وړاندې مسؤلیت لري څو ساتنه یې وکړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي