د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د چینایي «یلوریور» شرکت له مسوولینو سره وکتل

84
د کتلو شمېره

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د چینایي «یلوریور» شرکت له مسؤلینو سره په کتنه کې او د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د پانګونې د چارو په هکله بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې ملا عبداللطیف منصور د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتیا ستاینه وکړه او د لا زیاتې همغږۍ او د چارو پر چټکتیا یې د  ټینګار ترڅنګ، یادونه وکړه چې د وزارت د رهبري مقام هڅه کوي چې د باغدرې د برېښنا بند په پروژه کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو کړي.
په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسؤلینو د دغه وزارت د پرژو په ځانګړې توګه د باغدرې د برېښنا بند په هکله د خپلو فعالیتونو او تخنیکي مطالعاتو په تړاو معلومات ورکړل او د دغه وزارت د پروژو د پلې کولو په برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړ.
هغوی همدارنګه وویل، چمتو دي چې د دغه وزارت د انجنیرانو د تخنیکي ښوونې په برخه کې هم همکاري وکړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي