په لغمان کې د ۶ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پيل شوې

165
د کتلو شمېره

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د لغمان په قرغیو کې د ۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارو د پیل خبر ورکوي.
دغه وزارت ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام  په مالي مرسته د قرغیو ولسوالۍ په تورغر سيمه کې د ۶ کیلو مترو په اوږدوالي د سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د یاد سړک د کار په جریان کې به ۵۰ تنه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به د نوموړې سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي