په هلمند کې د «قوش تېپې کانال» تر سرلیک لاندې د کرکټ سیالۍ پیل شوې

85
د کتلو شمېره

د هلمند ولایت په مرکزي کرکټ لوبغالي کې د لښکرګاه ښاروالۍ او بست خصوصي پوهنتون په مالي ملاتړ د څلورو ولایتونو ترمنځ د «قوش تېپې کانال» په نوم ولایتي سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د پیل پرمهال د دغه ولایت د کرکټ آمر محمد ذاکر عمري وویل چې دا سیالۍ د هلمند، کندهار، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې چې ۱۲ ورځې به داوم وکړي.
نوموړي زیاته کړه د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د لوبغاړو د تجربو شریکول دي.
ورته مهال یو شمېر لوبغاړي د دا ډول سیالیو په لاره اچول مهم ګڼي او وايي چې د دغه ډول سیالیو په لاره اچول د تجربو د شریکولو لپاره ګټورې بولي.
دا سیالۍ په داسې حال کي پیل شوې چې څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت غازي محمد ایوب خان لوبغالي کي د اتفاق او اتحاد په نامه د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي