ننګرهار کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شولګر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

85
د کتلو شمېره

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست د شينوارو شپږګونو ولسواليو ورزشي مديريت په لارښوونو او همغږۍ دوربابا ولسوالۍ کې د نظام د ملاتړ او د ځوانانو يووالي په نوم د۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شولګر او اوبلین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شولګر لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، چې اوبلين لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای او د يادو سياليو پایلوبه شولګر لوبډلې وګټله.
د یادو سیالیو ګټونکې لوبډلې ته لومړۍ درجه کپ او بیلونکې لوبډلې ته دویمه درجه کپ ورکړل شو.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي