افغان کرکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره درې شل اوریزې او دوې تمریناتي لوبې کوي

86
د کتلو شمېره

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ ملي لوبډله د روانې دسمبر میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې له متحده عربي اماراتو سره درې نړیوالې شل اوریزې او دوې یو ورځنیو تمریناتي لوبې کوي.
کرکټ بورډ زیاته کړې چې یاده لوبلړۍ به د ډسمبر په ۲۵مه په شارجه لوبغالي کې پیل شي او د ۲۰۲۴م کال د جنوري تر دویمې نېټې پورې دوام ومومي.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د هغه هوکړه لیک له مخې ترسره کېږي چې تېر کال د افغانستان کرکټ بورډ او متحده عربي اماراتو د کرکټ ادارې ترمنځ لاسلیک شوی و چې پر بنسټ یې افغانستان کرکټ بورډ هر کال له یاد هېواد سره درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کوي او په بدل کې یې متحده عربي امارات افغان لوبغاړو او مسوولینو ته د ویزو د ورکړې، له نورو هېوادونو سره د افغانستان د کوربه توب پر مهال د لوبغالو د فیس په نه ورکړې او نورو اړوند ډګرونو کې همکاري کوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي