پکتیکا کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ دوست محمد درمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

106
د کتلو شمېره

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت او ټېپ بال کرکټ فدراسیون د نمایندګۍ په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز غونډو سیمه کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د دوست محمد درمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د یادو سیالیو پایلوبې ته دوست محمد درمان او ګلاوال لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه دوست محمد درمان لوبډله وکړه او ټاکلو شپږو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۹۴ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې ګلاوال لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۲۴ منډو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ومنله.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی و او په پای کې غوره لوبډلو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي