د پریمیم کاروونکو لپاره د یوټیوب نوې ځانګړتیا؛ پرته له ډاونلوډ کولو آرکیډ ګیمونه ولوبوي

115
د کتلو شمېره

یوټیوب هڅه کوي چې خپل ډیری کاروونکي پریمیم ځانګړتیا کې شامل کړي. نو په همدې هدف یوټیوب یوه نوې ځانګړتیا معرفي کړه چې پلی ایبل نومېږي. دا فیچر د یوټیوب ایپ یا ویب پاڼه کې یوه برخه ده او پریمیم کاروونکو ته اجازه ورکوي چې له ډاونلوډ کولو پرته آرکیډ لوبې یا ګیم وکړي. دغه اسانتیا یوازې د محدود شمیر پریمیم کاروونکو لپاره ده او د نورو کاروونکو لپاره به هم ډېر ژر فعاله شي.
د ګیز مو چینا ویب پانې د راپور پر اساس د یوټیوب پلی ایبل  برخې ته له داخلیدو  وروسته، دوه اختیارونه چې یو براوز او بل هوم یا کور دی، د کارونکو په اختیار کې وي.
د هوم او کور اختیار د وروستیو لوبو لیست او د مشهورو سرلیکونو انتخاب کارونکو ته ښکاره کوي او د براوز اختیار بیا مختلف ډوله لوبې وړاندې کوي چې اوس مهال یې شمېر 37 ته رسېږي.
د پلی ایبل برخې په اړه مهمه خبره دا ده چې ټولې لوبې په مستقیم ډول د یوټیوب ایپ یا ویب پاڼه کې موجود دي او د ډیټا ډاونلوډ کولو ته هیڅ اړتیا نه لري.
دا ځانګړتیا کاروونکو ته اجازه ورکوي پرته له کومې ستونزې د پلی ایبل  لوبو ته ننوځي. دغه ځانګړتیا اوس لپاره په بیټا کې دي او یوازې د پریمیم کارونکو ته د لاسرسي وړ دی.
یوټیوب پلان لري چې په تدریجي ډول په راتلونکو میاشتو کې د نورو کاروونکو لپاره هم د پلی ایبل ځانګړتیا فعاله کړي.
یوټیوب لومړی د ویډیو سټینګ پلیټ فارم نه دی چې خپلو پیرېودونکو ته د آرکیډ لوبې یا ګیمونه وړاندې کوي. Netflix هم د 2021 په نومبر میاشت کې د آرکیډ برخه هم معرفي کړ، خو دا ډېر شهرت یې ترلاسه نه کړ.
یوټیوب پلان لري چې د پلی ایبل برخه د 2024 کال د مارچ ۲۸مه  پورې ټولو پریمیم کاروونکو ته یاده ځانګړتیا چمتو کړي.
 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي