له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه د ټام وېسټ خبرې

249
د کتلو شمېره

د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د پاکستان له پوځي او ملکي مشرانو او د ملګرو ملتونو له استازو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، په اسلام آباد کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالو نړيوال سازمان له مشرتابه سره یې له ګواښونو سره د مخامخ افغانانو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
ویسټ زیاتوي چې امریکا د کډوالو له ادارې سره ۷۷ ملیون ډالره، او وروستیو زلزله ځپلو ته د مرستو لپاره له آی او ایم سره ۹ میلیون ډالره مرستې کړې.
نوموړي ویلي چې پاکستان ته د دووه ورځني سفر پر مهال یې ددغه هېواد له چارواکو سره یې د تحریک طالبان پاکستان لخوا د جدي امنیتي ننګونو او همدارنګه د افغان کډوالو د خوندیتوب د اړتیا په اړه مهمې خبرې وکړې.
که څه هم ددې سفر ډیر جزییات نه دي څرګند، خو ځېنو پاکستانیو رسنیو ویلي چې د ویسټ د سفر اصلي هدف په پاکستان کې د هغو ۲۵ زرو افغانانو چې امریکا ته د تګ په نیت ایسار دي، په خوندي توګه د انتقال لپاره له پاکستان سره خبرې اترې کول وو.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي