پکتيکاوال له ډاډمن امنيتي وضعيته خوښي ښيي

120
د کتلو شمېره

افغان خاوره چې له لسيزو راهيسې د جګړې کوربه وه، وګړو يې پکې مصنوعي اکسيجن تنفس کاوه، تازه درې کاله وړاندې د ا.ا په راتګ سره پر دې خاوره د امن زېري وشول.
له امن سره سم هغه مرغان چې کډوال وو خپلې مېنې ته راستانه شول سيندونه مو په شور راغلل د جګړې له شور او زوږ څخه ستړي حيوانات او انسانان د يو څو شېبو لپاره د ځنګلونو سيوري ته دمه شول د دنګو غرونو منځ کې کوچيان بېرته دېره شول شپانه په شپېليو کې د ترنم پر ژبه د امن سندرې زمزمه کوي.
د ا.ا په راتګ سره هغه سوداګر چې د جګړې له امله يې په نورو هېوادونو کې پانګونه کوله هره ورځ ډلې ډلې هېواد ته راستنېږي، ترڅو خپلو هېوادوالو ته د کار زمينه برابره کړي.
.ځينې افغانان په ځانګړي ډول پکتيکاوال سوداګر چې دا مهال په نورو هېوادونو کې اوسي اوس دېته لېواله شوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
د پکتيکا سوداګر وايي، هېواد کې د پانګونې لپاره اساسي او اړين شرط امنيت دی، چې اوس په افغانستان کې امنيتي وضعيت ښه شوی.
د ياد ولايت يوه سوداګر حاجي خان محمد په دې اړه وويل، چې بهرنيو کې هېوادونو کې له ځينو افغان سوداګرو سره په اړيکه کې يو اوس لېوالتيا لري چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي.
نوموړی زياتوي، چې په تېر کې به مونږ خپل ټاتوبي کې د امنيت له پلوه د خونديتوب احساس نه کاوه، خو اوس چې په هېواد کې د امن ټغر غوړېدلی پکتيکاوال سوداګر لېوالتيا لري چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
دوی په دې اړه وويل: « لله الحمد د امنيت د پکتيکا په مرکز او ولسواليو ډېر تاثير کړی مخکې به په لارو کې له دوکاندارانو او نورو سوداګرو څخه په يوه او بل نوم پيسې وړل کېداې، خو داسې څه نشته اوس ټول سوداګر په ډاډه زړه خپل کاروبارونه مخې ته وړي امنيت يو مخ ښه دی خلک ډېر خوشحاله دي که زه درته ووايم مخکې به د مازديګر لمانځونه نه وو شوي خلک به له ښاره وتل، خو اوس د ماښام لمونځ ښار کې کوو وخت ناوخت د ماخوستن لمانځونه هم وکړو وروسته ښه په ډاډه زړه ولاړ شو.»
بل طرف دوه تنه هټۍوال محمدالرحيم په هېواد کې د امنيت په راتلو خوښي ښيي او وايي، چې له دې وړاندې به مونږ د ځان او مال د خونديتوب احساس نه کاوه لاره کې به په پلټنځايونو کې په بېلابېلو بهانو پيسې راڅخه وړل کېدې دوکانونو کې به تر ناوخته نه شوو پاتې کېدای، خو اوس نه هغه بېځايه پيسې شته او نه هغه وېره په ډاډه زړه خپل کاروبار کوو.
دوی په دې اړه وايي: «امنيت دومره ښه نتېجه ورکړې ګورئ تاسې به په خپله شاهد حال ياست خلک هېڅ ستونزه نه لري شپه او ورځ پر خپلو دندو باندې بوخت دي مخکې مونږ چې له نورو ولايتونو څخه ښرنې ته مالونه رارسول په لارو باندې چيک پواينټونه وو هغه ته ضرورت نشته چې د تېر نظام يا د تېر وخت کړنې مونږ رايادوو دومره تاثير يې په خلکو باندې کړی کاروبارونه د کاروبار په وړه شوه وخت مو وپېژنده دا سوال نه راسره پيداکېږي چې هله ناوخته شو دوکان بند کړه په خپل وخت راځو بېرته چې مو کله زړه وغواړي همغه وخت ځو.»
د ياد ولايت هټۍ وال وايي، د امنيت ترڅنګ د ا.ا مسوولينو د ښارونو پاکوالي، نرخونو کنټرول او د ښاري نظم اخلال مخنيوی هغه څه دي چې سوداګر يې په ياد ولايت کې پانګونې ته هڅولي دي.
يوه تن هټۍ وال جاوېد په دې اړه وويل: «مخکې به مونږ ښار ته راتلو ښار کې به د هټيو مخې ته خاورې او دوړې وې، خو اوس ښاروال په دې برخه کې بېخي جدي دی، ددې ترڅنګ امنيت اوس ډاډمن دی خلک اوس په وېره کې ژوند نه کړي خپلو هټيو ته او له هټيو څخه کورونو ته په ډاډه زړه تګ راتګ کوي».
يو بل هټۍ وال محمد رسول په دې اړه وايي: «مخکې به مونږ له کوره بازار ته او له بازار څخه کورته په وېره کې تلو، خو اوس که د شپې يوولس بجې هم شي مونږ د وېرې احساس نه کوو په ډاډه زړه خپل کاروبار کوو».
دوه تنه ښاریان  کلاخان او غنم وايي، د پخوا په پرتله وضعيت بدل شوی پانګوالو او د ټولنې نورو وګړو دېته زړه نه ښه کاوه چې دلته پانګونه وکړي، خو اوس چې ښار کې امنيت تامين شوی پانګوال پانګونې لېواله شوي.
د ياد ولايت يو فعال په دې اړه وايي: «مخکې به په ګمرک سربېره په لاره کې پر بېلابېلو پټکونو ځايونو کې پيسې په يوه او بل نامه ورڅخه اخېستل کېدې ددې لپاره چې دوی تجارت کوي د ځان لپاره به هغو خلکو پيسې وړلې تجار ته به يې خپل مال تر پام ور بد کړی وو اوس الحمد لله چې سوکالي او ارامي ده هر څوک کاروبار په ښه زړه کولای شي.»
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی قلندر وايي، د يوه هېواد لپاره ډېر اړين دی، ځکه چېرته چې امن نه وي هلته اوسېدل او ژوند تېرول ناممکن دي، له کومې ورځې راهيسې چې هېواد کې امن راغلی کاروبار هم ورسره ښه شوی.
قلندر په دې اړه وويل: «له نن څخه شاوخوا درې کاله وړاندې هېواد کې امنيت خراب وو مونږ تاسې ليدل چې سوداګر او د ټولنې نور خلک له هېواده پښې سپکوي، خو اوس برعکس هغه خلک چې له هېواد څخه وتلي بېرته راستانېږي.»
د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی محمد حنيف هم دېته ورته نظر لري او وايي، ښکاره خبره ده چې چېرته د چا سر او مال خوندي نه وي هغوی به څنګه هلته زړه ښه کړي.
نوموړی په دې اړه وايي: «له کلونو راهيسې افغانستان کې جنګ وه ناامني وه مشکلات وه خلکو کاروبار نه شوای کولای، خو چې ا.ا راغلی جنګ ورک شوی اقتصادي مشکلات لېږ شته، خو باوري يم چې دغه به هم ورک شي.»
بلخوا د پکتيکا امنيتي مسوولين خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي چې مونږ د امکان تر بريده هڅه کوو چې د خلکو سر او مال ته جدي پاملرنه وکړو، ترڅو دوی په ډاډه زړه خپل کاروبارونه وکړي او زياتوي مونږ د ولس او خاورې عسکر يو نه پرېږدو چې زمونږ خلکو او خاورې ته څوک زيان ورسوي ، سوداګرو دي خپله سرمایه ګذارې کوي چمتو یو چې د سوداګرو د سر او مال ساتنه وکړو او هم مو کړي دي او ژمنو یو چې د خپلو هېواد او په ځانکړي ډول د پکتیکا د سرمایه دارو خلکو امنیتي ساتنه وکړو.
په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې امن شتمن خلک لېواله کړي، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، ترڅو نورو بې روزګاره کسانو ته هم د کار زمينه برابره شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي