پکتيکاوال: حکومت بايد ملي او نړۍ وال سوداګر پانګونې ته وهڅوي

76
د کتلو شمېره

پکتيکا مېشتي وايي، که حکومتي مسوولين او شتمن خلک لاس په کار شي لرې نه ده هغه پکتيکاوال چې پر کورونو ناست دي ورته به د کار زمينه برابره شي.
دوی وايي، چې دې برخې ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه چې له يوه لوري به بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه برابره شي بلخوا به يوه حلاله ډودۍ روزي خپلو اولادونو ته يوسي.
دوی همدا راز زياتوي چې ټول شتمن خلک او حکومتي مسوولين بايد په يوه داسې منل شوي اقتصادي ميکانېزم کار وکړي چې د ټول هېواد او په ځانګړې ډول د پکتيکاوالو د بې سرنوشته وګړو لپاره د کار کولو او هېوادوالو ته د يوه عمومي د ګټې ادرس سبب وګرځي.
د پکتيکا د بې روزګاره ځوانانو له ډلې سيف الدين په دې اړه راته وويل، چې د تېر جمهوري دولت پر مهال پکتیکا په حکومت کې لوړ پوړي چارواکي لرل د دې پر ځای چې پکتيکا ته کار وکړي يا نور اساسي کارونه وکړي، دوی د يوه بل پښې له وهلو او شخصي ګټو له امله نه پکتيکا ته کار وکړ او نه يې داسې بل اساسي کار کړی چې مونږ يې د بېلګې په ډول وړاندې کړو.
هغه وایي، اوس چې ا.ا واک ته رسېدلی ښه هماهنګي او يووالی پکې رامنځته شوی، نو په کار ده چې له تېر زده کړه وکړو او راتلونکي ته کار وکړو، ترڅو پکتيکا په پښو ودرېږي د ملي سوداګرو پاملرنه هم په اسانۍ راجلب کېدای شي.
نوموړی وايي: (( تېر دولت خو څه نه وکړل، اوسني مسوولېن دې زموږ دا غوښتنه ومني او د بې روزګاري د مخنيوي په موخه دې پکتیکا کې فابريکې جوړې شي، تر څو د بېروزګارۍ کچه ښکته او د خلکو اقتصاد پیاوړتيا وړکړي)).
په دې اړه د ياد ولايت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی قمر الدين هم وایي، چې حکومت او پانګوال دې د پکتیکا د اوسېدونکو لپاره د فابریکو د جوړولو لپاره پاملرنه وکړي، ځکه مونږ چې خوراکي يا غير خوراکي توکي له نورو هېوادونو راوړو نو په کار ده چې خپل هېواد او خپل ولايت کې فابريکې جوړې کړو، ترڅو مونږ په کور د ننه توليد وکړو او خپلو خلکو ته د کار زمينه برابره کړو.
هغه وایي، که فابريکه جوړه شي، په اسانۍ سره به د خلکو لپاره کاري فرصت برابر شي، خو که فابريکه جوړه نه شي، د بې روزګاره خلکو کچه ممکن له دې هم پسې لوړه شي.
د نوموړي په خبره: (( زموږ پخوانيو واکمنو څه نه دي کړي، خو اوس وخت رارسېدلی په ټول هېواد کې امن دی او د دې تر څنګ دې هغه امکانات چې پکتيکا يې لري د هغې په تناسب د فابريکې جوړې شي، چې ور سره به د شيانو بیعې هم ټيټي وي او خلکو ته به کار هم پیدا شي.))
د سروضې ولسوالۍ يو تن قومي مخور فيض الله وایي، په دې اړه یې څو ځله له يو شمېر هغو پکتیکاوالو سره ناستې تر سره کړې، چې هغوی ښې سرمایې درلودې، خو هر ځل ورته منفي جواب ورکړل شوی دی او نن هم پکتیکا په کومه برخه کې فابریکه نه لري.
د نوموړي په خبره، اوس امنیت هغه بهانه ده، چې پانګوال یې نه شي کولی، ځکه چې په ټول هیواد باندې يو ډول امن خور دی او هر څوک کولی شې په هر ځای کې کار وکړي، نو غوښتنه مو داده، چې پانګوال دې د نورو ځایونو تر څنګ پکتیکا هم په نظر کې ونيسي او په دې برخه کې دې دلته هم پانګونه تر سره کړي.
هغه زیاتوي: (( زموږ خپل ښه تجاران او سرمايدار خلک شته، خو زه نه پوهېږم چې ولې دا خلک په خپل ولایت کې خپلو خلکو ته د خدمت له کولو څخه بې زاره دي، غږ ورباندې کوم، چې لومړی مسؤلیت مو په دې ولایت کې د کاري زمینه سازي دی، نو راشئ او دلته د فابریکو په جوړولو باندې پیل وکړئ، باور لرم چې ښه نتيجه به ولري.))
فيض الله د پانګوالو تر څنګ په مسوولينو هم غږ کوي، چې د دولت له بودجې او يا هم پانګوال دېته وهڅول شي، چې د پکتیکا ولایت لپاره په څو بیلابیلو برخو کې د فابریکو په جوړولو باندې خپلې سرمایه ګوزارۍ وکړي، چې په پایله کې به یې پکتیکا یو روښانه راتلونکی ولري.
د دې ولايت يو شمير اوسېدونکي دا هم وایې، چې که فابریکې نه جوړېږي، د دوی لپاره دې د سرمایدارانو له لورې په داسې کارونو فکر وکړل شي، چې د دوی په زحمت او د سوداګرو په پیسو سره په ګډه کاري فرصتونه برابر شي.
غلام محمد چې په ښرنه کې دوکان لري وایې، چې که د لویو سرمایدارانو له لورې په پکتیکا کې د خلکو لپاره وړې کاري اسانتیاوي را منخ ته شي، په ګډه سره به د دوی دا وړې کاري اسانتیا وي په لویو بدلېږي او ګټه به یې تول هيواد ته رسېږي.
هغه زیاتوي: ((ښاروالۍ ریاست په ښرنه ښار کې کوچينۍ غرفې جوړې کړې، چې په لسګونه ځوانانو ته کاري فرصت ور سره را منځ ته شو، که سرمایداران هم په دې ډول یو نه يو څه را منځ ته کړي، لرې نه ده، چې په پکتیکا کې به د خلکو لپاره خورا اسانتیا رامنځ ته شوې وي.))
يو بل ځوان عني هم ورته څرګندوني کوي او وایې، چې که د بې سرپرسته ميرمنو لپاره د خياطي سيستم جوړ شي او د ځوانانو لپاره دې ته ورته نور کارونه برابر شي، يو طرف به د سرمایدارانو لپاره کاري بشري انرژي څو چنده زیاته شي او له بل لوری به بې روزګاره خلک په کوچينيو کارونو کې بوخت کړل شي.
هغه وایې: (( بې سرپرسته مېرمنو ته که د خياطۍ ماشینونه ورکړل شي، هغوی به خياطي کوي او په نتيجه کې به د هغوی ورځنی ژوند راحته وي او د سوداګرو لپاره به د نوي کاروبار يو ډول وي.))
د ياد ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی محب الله وايي، پکتيکا ډېره پراخه جغرافيه لري، خو جغرافيوي جوړښت او نفوس ته په کتو ورته هېڅ ډول پاملرنه هم نه ده شوې.
نوموړی زياتوي، مونږ ته تل نورو حکومتونو کاذب ډاډ راکړی خو په عمل کې هېڅ هم نه تر سترګو کېږي، له اوسنی چې يو اسلامي نظام راغلی بايد پکتيکا ته ځانګړې پاملرنه وکړي ښوونځي، روغتونونه، سرکونه او نور هر هغه څه چې لازم دي د ټولنې د وګړو لپاره بايد ترسره شي.
د يادې ولسوالۍ يو قومي مخور فضل الدين هم ورته نظر لري او وايي، حکومتونه تل د ولس د هوساينې لپاره کار کوي تر اوسه پورې مونږ ته حکومت نا امني بهانه کوله اوس د اسلامي امارت په راتګ سره دغه بهانه ورکه شوه نو په کار ده چې په ځينو مهمو برخو نور د پکتيکا ټولو محرومو ولسواليو پاملرنه وشي.
د يادونې وړ ده، چې پکتیکاوال په داسې حال کې له حکومت او شتمنو څخه د فابریکو او اساسي کاروبارونو د جوړېدو غوښتنه کوي، چې په دې ولایت کې د کار او ټولنيزو چارو ریاست له لوري بېلابېلې برنامې په لاره لوېدلې دي، چې د مرکز تر څنګ به د حرفوي زده کړو لړۍ تر ارګون، کټواز او وازېخوا خوا ولسواليو هم وغځول شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي