زده کوونکي: په ښوونځيو کې بايد عملي زده کړو باندې کار وشي

57
د کتلو شمېره

چارواکي وايي، په علمي او اکاډميکو مرکزونو کې د عملي زده کړو د پیاوړتیا په موخه هڅې تر پخوا ډېرې چټکې شوې دي، ترڅو زده کوونکي د عملي زده کړو په برخه کې په لوړ معيار ورزول شي او راتلونکي ټولنه د خدمت لپاره وړاندې شي.
د دې ولایت د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل خالد له مېلمه راډیو سره په خبرو کې وویل، چې اوس د دې ولایت په ډېریو ښوونځیو کې د عملي زده کړو لپاره لابراتوارونه مجهز کمپيوټر لېب او د درسي توکو لپاره نور اړين توکي شته، چې زده کوونکي پکې عملي زده کړې ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړه، دوی اوس هم هڅه کوي، چې هغو ښوونځیو کې چې عملي زده کړې شتون نه لري د هغوی لپاره به د عملي زده کړو زمینه برابروي، او زیاتوي، چې اوس هم د دې ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې داسې زده کوونکي لري، چې اختراعات ترسره کړي.
ښاغلی خالد وایي، دوی د پوهنې ریاست له شخصي بوديجې څخه هم پلان لري چې د یو شمېر ښوونځیو لپاره د عملي زده کړو لپاره زمینه برابره کړي.
خالد وايي: (( د پکتیکا ولایت په ښوونيزو مرکزونو کې تقریباً تر ډېره لابراتورونه فعال لرو چې په هغې کې الحمدالله عملي زده کړې روانې دي، لېسو کې په ښوونځیو کې داسې شاګردان لرو چې الله تعاله ښه وړتیا ور کړې ده، دوی کولای شي چې اختراعات ترسره کړي، د دوی لپاره موهڅه دا ده چې د کال په ترڅ کې به ان شاءالله ټول ممتاز شاګردان معلوم کړو اوبیایې د ریاست له همکاري سره سره د اسلامي امارت مشرتبه مقام ته او ولایت مقام ته او نورو اړونده اورګانونو ته ور معریفي کړو تر څو د دوی لاسنیوای وکړي، او دوی په اینده کې د هېواد د راتلونکي لپاره د ښه خدمت جوګه وګرځي)).
رييس زیاته کړه چې موږ د عملي زده کړو لپاره ښه پلان په پام کې لرو او کار مو پرې روان کړی هڅه مو دا ده، چې د ټولې پکتیکا په ښوونيزو مرکزونو کې عملي زده کړې ولرو او انشاءالله لرې نه ده چې دا کاربه کېږي.
خالد وويل: (( سږ کال الحمدالله موږ له خپلې شخصي بودیجې څخه هم دلابراتوارونو لپاره او د عملي زده کړو لپاره ځینې خربداري په پام کې لرو چې ان شاءالله په نېږدې شپو کې به تر سره شي، هغه مواد چې په لابراتوارونو کې ځینې مواد له وخته تېر شوي، چې هغه باید نوي راوړل شي او ځیني باید له سره شته نا، چې هغه دلته باید راپوره شي، هغوی باید موږ سالېمه استفاده وکړو او ځینو لابراتوارونه دي چي برګي سیستم یې کمزوری وه هغه زموږ په بلان کې سره لرو او ورسره د شاګردانو د تعلمي او تحصیلي وړتیا د بېهبود لپاره سږ کال بعضې سیالۍ هم په لاره اچولې دي چې دا هم د دوی د ذهني پیاوړتیا لپاره ډېرې مهمې دي.))
د نوموړي په وینا د پکتیکا په مرکز او اونو لویو ولسوالیو په لېسو او تعلمي مرکزونو کې اوس هم عملي زده کړې روانې دي او موږ هڅه کوو چې د عملي زده کړو لړۍ د لرو پراتو سیمو ښوونځو مرکزونو ته وغزوو تر څو د هغو سیمو زده کوونکي هم د تیوري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو څخه هم برخمن شي.
په د تړاو یو تن زده کوونکی جمشېد وايي، الحمد الله د ا.ا په راتګ سره اوس موږ په خپله لېسه کې د تیوري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې هم کوو چې زمونږ په زده کړو يې  ډېر مثبت اعېز کړی دی.
د زده کوونکي په خبره: (( زموږ په لېسه کې اوس د ا.ا په راتګ سره عملي زده کړې پیل شوې دي چې زموږ په زده کړو او پوهه یې ډېر مثبت اغېز کړی دی.))
نوموړی د پوهنې ریاست له مسوولینو غواړي چې د عملي زده کړو بهیر دې د دې ولایت ټولو لویو ښوونیزو مرکزونه ته وغځوي، ترڅو زده کوونکي په دې برخه کې هم تجربه ترلاسه کړي، او هم د لا ښو زده کړو ترلاسه کولو لپاره وهڅیږي.
هغه داسې وايي: (( د تیوري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې ډېرې اړینې دي، ځکه چې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره چمتووالی ولري، ترڅو دوی هم وکولی شي، په ځېنو برخو کې اختراعات هم ترسر کړي.))
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ یوه  زده کوونکي حبيب الله بیا له مېلمه راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوی په لېسه کې د پخوا په نسبت يو څه تغيرات راغلي، خو په دومره کچه نه چې اړتيا يې محسوسېږي له امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې د پوهنې برخه کې خپل کوشش نور چټک کړي.))
نوموړی زیاتوي، که چېرې د دوی په ښوونیز مرکز کې ورته د عملي زده کړو زمینه برابره شي، نو له یوې خوا به دوی ښو زده کړو کولو ته وهڅیږي او له بلې خوا به دوی وکولی شي، چې په عملي زده کړو کې ډېر څه زده هم کړي، ترڅو راتلونکي درسونه نور هم ورته اسانه شي.
حبيب الله زیاتوي: (( زمونږ لپاره دې هم په خپل ښوونځي کې د عملي زده کړو زمینه برابره شي، ترڅو مونږ وکولی شو د عملي زده کړو په برخه کې هم پوهه ولرو، او عملي زده کړې د تیوري زده کړو ترڅنګ ډېرې مهمې دي، او دې برخه ته سخت ضرورت دی او بايد حکومت بايد ډېره توجه ورته وکړي، ځکه که عملي زده کړې نه وي په ښه شکل نتېجه نه ورکوي.))
په مرکز ښرنه کې یو تن ښوونکی بیا په دې اړه وایي، عملي زده کړې ډېرې اړينې دي، ځکه چې څومره زده کوونکي تیوري یا کتابي زده کړو ته اړتیا لري، همدومره عملي زده کړو ته هم اړتیا لري، او په دې سره د زده کوونکي له درسونو او زده کړو سره نوره علاقه او مينه زیاتیږي.
استاد ناصر زیاتوي، له مسوولو چارواکو په دې برخه کې د ټولو لویو ښوونځیو لپاره د عملي زده کړو، غوښتنه کوو، ترڅو مو زده کوونکي په ښه توګه خپلې زده کړې ترسره کړي.
استاد وايي: (( دا چې د تیوري زده کړې تر څنګ عملي زده کړې ډېرې مهمې دي، هغه څوک چې د تیوري زده کړې سره عملي زده کړه کړې وي هغه د نورو په پرتله ډېر لایقه او ذهین وي، او عملي زده کړه د راتلونکي لپاره ډېره مهمه ده که یو څوک غواړي چې ډاکټر شي یا انجنير شي یا بل څوک د دې لپاره عملي زده کړه ډېره مهمه ده او موږ غواړو چې د پکتیکا په ټولو ښوونځیو کې د عملي زده کړو لپاره زمینه برابره شي.))
هېره دې نه وي، چې هېواد ته د اسلامي، امارت په بیا ځلې واکمنېدو سره د پکتیکاولایت ښوونیز بهیر ته ځانګړې پاملرنه شوې ، چې ترڅنګ یې ډیریو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو او بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې د پوهنې په برخه کې یادو اقداماتو ترسره کولو له امله د دې ولایت زده کوونکي او خلک خوښي څرګندوي
باید ووایو، چې په پکتیکا ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو لپاره منځنیو ښوونځیو لېسو ته د ارتقا چارې هم روانې دي او په دې ولایت کې د شاوخوا ۱۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې هم روانې دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي