چارواکي: پکتيکا کې د توکو بيعې تر جدي څارنې لاندې دي

87
د کتلو شمېره

د دې ولایت د مسوولینو په خبره چې ټولو هټۍوالو ته یې نرخ پاڼې وېشلې ترڅو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د لوړو بیو کنټرول په سمه توګه ترسره شي، او د نه عملي کېدو په صورت کې به ورسره قانوني چلند کېږي.
د پکتیکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولا ښادي خان حسین حیدري وایي، چې دغه پروسه به د دې ولایت په ۲۴ ولایتونو تطبق کوي.
د پکتیکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د نرخونو د کنترول او احتکار د مخنیوي کمېسيون استازو د ښرنې ښار هټۍوالو ته د ۶۰ قلمه بېلابېلو توکو نرخ پاڼې ووېشلې  ترڅو په ښرنه ښار کې په یوه بیعه د یادو توکو خرڅلاو ترسره کړي.
ياد کمېسيون هټۍوالو ته سپارښتنه وکړه چې یادې نرخ پاڼې باید په عملي ډول تطبیق کړي که چېرته کوم هټۍوال ترې سرغړونه وکړي د یادې جوړې شوې کمېټې له لوري به ورسره قانوني چلند وشي او همدا شان یې په یاده نرخ پاڼه کې د اړيکې شمېرې ځای پرځای شوې چې مستهلیکین/ سودا اخیستونکي کولای شي خپل شکایتونه له یاد ریاست سره شریک کړي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست ريیس مولا ښادي خان حسین حیدري وایي، چې یاده پروسه به د پکتیکا ولایت د خدماتو، توکو  پلورونکو او هټۍوالو لپاره د هرې میاشتې په پیل کې له نویو تغیراتو سره  ترتیب او د یاد ولایت ۲۴ ولسوالیو کې به یې تطییق کړي.
ښاغلی حیدري یې په اړه داسې وایي:(( دومره به درته ووایم د کنټرول کمېسیون مشري معاون صاحب پر غاړه لري، تر ډېره مونږ هڅه کوو چې نرخونه کنټرول کړو او نور به وخت په وخت د نرخونو د کنټرول ترسره کوو، او موږ خلکو ته اطمنان ورکوو  ترڅو نرخونه نور هم کنټرول کړو.))
د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکو له مېلمه راډیو سره په خبرو کې د ځينو خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو له لوړونې شکایت کولو وروسته د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د دې ښار په هټۍ والو باندې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو بیو د کنټرول په موخه نرخ نامې ووېشل شوې او وروسته لدې به هر هټۍ وال د همدې نرخ نامو له مخې باید پلور ترسره کړي.
د ۱.۱ چارواکي زیاتوي، دوی ژمن دي ترڅو خپلو هېوادوالو ته د ښه ژوند او هوساینې په موخه له هر ډول امکاناتو کار واخلي.
دا چې هټۍ وال د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو لوړولو بېلابېل لاملونه په ګوته کوي، او زیاتوي، چې د بار وړونکو موټرو د زیاتو کرایو اخېستو له امله وخت ناوخت د توکو په بیو کې هم لوړوالی رامنځه کېږي.
د ښرنې ښار یو شمېر اوسېدونکي د یادې نرخپاڼې د تطبیق کولو غوښتنه کوي، او ځینې یې بیا اوس هم د ځينو خوراکي او غیر خوراکي توکو بیعې لوړې بولي او د ښه کنټرول غوښتنه یې کوي.
دوی زیاتوي، چې د یو شمېر خوراکي او غیر خوراکي توکو ترخونه اوس هم د پخوا په پرتله لوړ دي او له مسوولو چارواکو څخه غوښتنه کوي، ترڅو د ټولو خوراکي او غیر خوراکي موادو بیعې کنټرول کړي، ترڅو یې ولسونو ته په پیرلو کې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
د دوی په خبره، د پاکستان هېواد سره د انګور اډې لاره بندول، او د بار وړونکو موټرو زیاته کرایه اخېستل هغه ستونزې بلوي چې وخت ناوخت د خوراکي او غیرې خوراکي موداو په نرخونو کې لوړوالی راځي.
د پکتیکاولایت اوسیدونکی خان محمد وایي، دوی خوښ دي چې پدې ولایت کې د مسوولینو له لوري په هټۍ والو باندې نرخپاڼې وېشل شوي او د زیاتو لوړو بیو مخه نېول شوې ده.
هغه داسې وایي(( مونږ د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو ډېره مننه کوم چې د خپلو ولسونو هر ډول ستونزو ته په وخت رسیده ګي کوي او د توکو د لوړو بیو مخنېوی یې کړی دی همداشان دغه نرخپاڼې چې وېشل شوې دي د هټۍ والو له لوري باید په جدي ډول عملي شي، ځکه چې خلک مو د خوراکي او غیرې خوراکي د لوړو بیو څخه ناراضا وو.))
د مرکز ښرنې یو تن بل اوسېدونکی وایي، کله چې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د لوړو بیو مخه ونېول شي او د خلکو په اقصاد کې هم ښه اغېز لري، ځکه چې خلک بیا په اسانۍ سره زړه ښه کوي ترڅو ډېره سودا واخلي او دا بیا د هېواد په اقصاد باندې هم مثبت تاثیر لرلی شي.
هغه زیاتوي:(( د خلکو غوښتنه همدا وه چې باید د لوړو بیو مخنېوی وشي، چې خوشبختانه مسوولینو زمونږ غږ واورېدو او په دوکاندارانو یې نرخ نامې ووېشلې چې په دې سره هېڅ یو دوکاندار له دې نرخ نامې څخه سرغړونه ونه شي، او توکي به په مناسب قیمت خرڅوي.))
 
یو شمېر نور خلک بیا له مسوولو چارواکوي غوښتنه کوي، چې د نرخپاڼو د وېش لړۍ نور لرو پرتو سیمو او ولسوالیو ته هم وغځول شي، ترڅو هلته هم د لوړو بیو د کنټرول مخه ونېول شي.
دوی زیاتوي، که څه هم لویو ولسوالیو کې کې د نرخونو د کنټرول په موخه ورته اقدام ترسره شوی او د پوره تعقیب غوښتنه یې کوي.
د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکی محمدعادل داسې وایي:(( په دې ولسوالۍ کې هم د شاروالي له لوري په دوکاندارنو باندې نرخ نامې وېشل شوې دي، ترڅو لوړې بیې کنټرول شي، او خلک د داسې اقداماتو څخه خوښ دي او په راتلونکي کې هم د ورته غوښتنه کوي، چې دغه نرخ نامې باید عملي شي.))
سمیع الله بیا وایي، که چېرې په بازار کې د لوړو بیو مخنیوی وشي، نور د خلکو په ښه ژوند او د هېواد په اقتصادي برخه کې هم مثبت لرلی شي.
هغه په خپلو خبرو کې داسې وایي:(( کله چې لوړ نرخونه کنټرول شي، نو د خلکو اوهېواد اقصاد خپله ورسره ښه کیږي، او موږ له مسوولو چارواکو غواړو چې دغه اقدام دې جاري وساتي، ترڅو مو هېوادوال ښه او هوسا ژوند ولري.))
ولي راحمن بیا د لوړو بیو د مخنیوي دغه اقدام غوره وباله او زیاته یې کړه، پدې سره به خلک خپل ورځني توکي په کمو مصارفو ترلاسه کړي.
ښاغلی ولي رحمن زیاتوي، که چېرې د خلکو لپاره په اقصادي ډول کار وشي، نو د ټولنې څخه به هر ډول ستونزې کډه کوي، او پرځای به یې ورور ولي او پرمختګ رامنځته کیږي.
نوموړی په خپلو خبرو کې داسې وایي:(( که یوه ټولنه په اقصادي لحاظ جوړه نو هلته تر ډېره بریده هېڅ ډول ستونزې نه وي او ټول خلک په کارونو بوخت وي او ټول فکر یې په خپلو کارونو کې وي، کله چې د خلکو اقصاد ښه و نو یوه ټولنه په خپله د پرمختګ پر لور ګام اخلي، نو له حکومت څخه غوشتنه دغه ده، چې د خپلو هېواد ټولو سالمو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، ترڅو د خلکو او حکومت ترمنځ نور هم نېږدې والی رامنځته شي.))
هېره دې نه وي، چې د پکتیکاولایت سربېره د هېواد په نورو ولایتونو او سیمو کې هم وخت ناوخت د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د بیو له لوړېدو خلک شکایت کوي، چې له دې سره سم بیا مسوول چارواکي په خپل وخت د نرخونو د کنټرول په موخه ورته اقدامات ترسره کوي، او د زیاتو لوړو نرخونو د کنټرول مخنېوی ترسره کوي.
د ستونزو د حل په موخه د حکومتي چارواکو دغه ډول پر وخت اقدامات د عامو وګړو د خوښۍ سبب کېږي، او د ولسونه د حکومت ترڅنګ نېږدوالی نور هم زیاتږي.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه تل پدې ټینګار کړی دی، د بې وزله ولس سره د نرخونو په برخه کې زیاتی نه کېږي، او مسوولین یې پدې مکلف کړي دي، چې دې برخې ته جدي توجه وکړي او هېڅ څوک پدې برخه کې سرغړونې ته پرې نه ږي.
خلک او کارپوهان پدې اند دي چې هېواد ته د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت تر بل هر وخت ډاډمن شوی دی، او اوس وخت یوازې د دې دی چې څنګه کولی شو، پرمختګ وکړو، او خپل هېواد د هوساینې او له نورې نړۍ سره  په روغتیایي، اقصادي، ښوونیز او ټولو برخو کې سیال کړو، ترڅو پر خپلو پښو ولاړ او ودان افغانستان ولرو.
کارپوهان پدې باور هم دي چې په هېواد کې د ښه امنیت په راتګ سره اوس د لوړو بیو مخنېوی هم په ډېرې اسانۍ سره کیږي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي