د پاکستاني رياست پر ګوتڅنډنو سربېره پښتون قومي جرګه څو شېبې وړاندې رسماً پيل شوه

82
د کتلو شمېره

د پاکستاني رياست لخوا له ګڼو اخطارونو، ډزو، لارو بندولو، اوښکې بهوونکي ګاز کارولو، بې هوشۍ، ربړولو، شکنجه کولو او بالاخره شهيدولو وروسته، د ګډونوالو کاروانونه د خيبر په جمرود کې د جرګې پنډغالي ته ورسېدل او رسماً د پښتون قومي عدالت درې ورځنۍ جرګه پيل شوه.
د سياسي ګوندونو د مشرانو او بېلابېلو مسلکونو پر دېرش زره بلل شويو مېلمنو سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلوي ځوانان، قومي مشران، مېرمنې او سپين ږيري به په ۸۰ کمپونو د پښتون وطن په روانو ستونزو بحثونه وکړي او د دوی لخوا ټاکل شوی يو استازی به خپل وړاندیزونه عمومي جرګې سره شريک کړي.
د جرګې د دريمې ورځې تر ماسپښين وروسته به ټول مطرح شوي وړانديزونه سره متحد او شاوخوا اتیا قومي مشران او مخور به پرېکړه ليک او راتلونکې لار نقشه اعلان کړي، چې ټول ګډونوال به يې هر اړخيز ملاتړ او تطبيق کوي.
د جرګې لپاره د تياريانو له پيله بيا تر دې دمه پاکستاني نظامیانو څلور ځوانان شهيدان کړي، ۱۲ تنه ټپيان او شاوخوا څلور سوه تنه نيول شوي دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي