خبريال: عبدالقديم عادل
يوه ټولنه د علم له ډګره ديني او عصري زده کړو ته اړتيا لري، ځکه چې پايښت، رغښت او تثبيت يې په همدې علومو کې نغښتی.
په ټوله کې الحمدلله موږ ټول د يوه احد خدای جل جلاله بنده ګان او د يوه پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) له امته شماريو.
خو دا چې موږ د خپل ژوند پر مسير دوه لارې لرو -کفر او اسلام نو په دوو ډلو هم ورسره وېشل شوي يو، يوه ډله هغه څوک دي چې يوازي د لوی خدای ج اوامرو ته يې غاړه ایښې (مسلمانان) او بله ډله يې هغه څوک دي چې د ناپوهۍ په ځنځيرونو تړلي او راتلونکی يې ناڅرګند دی (کافران).
دا دواړه ډلې يو تر بله په دې هڅه کې دي چې خپلې لارې ته نور خلک دعوت کړي، او د فکرونو په روزنه بوخت دي.
خوله دوی نه يوه يې کاميابه ټولۍ ده چي هغه مسلمانان دي او له مسلمانانو سره د يو ډېر لوی خدای ج مدد او نصرت دی.
نور يو مسلمان اختياري دی چي ځان له خپل دين اومذهب سره يوشان عياروي او يا ځان خپله دناپوهۍ کندې ته غورځوي.
خو د کفارو خپل دين ته د کمپاين په کتو اشد اواهم ضرورت دی چي دمسلمه نسلونو فکري تربيت په الهي اوامروسره ؤشي،
خوداتربيت بايد له کومو ادرسونو ؤشي؟
دعصري زده کړو ترڅنګ ديني زده کړي يا ديني مراکز هغه غوره ادرسونه دي چي دهيواد په شل کلنه مبارزه کي يې د استعمار ضد داسي عمري فکرونه وروزل چي ددرستې غربې نړۍ تبليغاتو ورته زيان ونه رساوۀ.
ايايوازي عصري زده کړې دي چي موږ يې د ژوند د سپېڅلتيا او روښانتیا لپاره کوو!؟
که عصري زدکړې د دين نه د ناخبرۍ په حال کي کوو دانو زموژ په يوه لويه تېروتنه او ناپوهۍدلالت کوي. ځکه عصري علوم موږ دژوندانه دچارو دسمون په پار زده کوو خو ديني علوم زموږ داُخروي چارو په سمون کي رغنده رول لري .
دديني مراکزو ډېرښت او هغوۍ ته دځوانانو دعوتول دټولنې پر راتلونکي کومې اغېزې لرې؟
په اړه يې دپکتيکا ولايت يو علمي شخصيت اوتکړه عالم عبدالحی صاحبزاده داسي وايې:
(ديني مدارس پخپل ذات کي هغه ځايونه دي چي په هغه کي دانسان کامل جوړښت، دهغۀ عقيده، ايمان، اکمال دټولنې ،اکمال دکوراوهرڅه پکي راځي. په هر انسان فرض ده چي څه ناڅه دومره علــم وکړي ترڅو په هغه سره خپل ورځنی ژوند وپالي اوپه هغه سره خدای وپېژني.که چېرته يې نه کوي نو دخدای ج مسؤل دی ځکه چي اوس الحمدالله په هرځای کي علماء شته اوهرځای ته يې رسېده ګي کړې ده.
داخصوصاًپه نارينه وو فرض ده چي له علمأوو علم حاصل کړي اوهغه کورکي خپلو اولادونو اودکورنۍ نورو غړوته ورسوي).
صاحبزاده زياته کړه علمي مدارس په ټولنه کي د يو ستر اهميت درلودونکي دي.علمي مدارس هغه ځايونه دي چي په هغوۍ کي انساني ټولنه، دانسان اخلاق اودسړي ايمان جوړېږي اوپه هغوۍ کي دانسان له ځان ، خدای ج ، رسول الله ص او هيواد سره مينه زياتېږې.
دی وايي : (که چېرته يو څوک له دينه لري کېږي، منم چي يوعلم به وکړي يوه پوهه به حاصله کړي خو نتېجه به يې لکه دتېرو کلونو پوهان ، چي ډېری يې دپردو په ګټو استعماليږي).
ټول منو چې بې له ديني زده کړو عصري زده کړې بې ګټې دي. خو ولي بياهم ديني زده کړو ته اهميت نه ورکوو؟
ځواب يې په پکتيکا کي دامربالمعروف اونهی عن المنکر رياست يوتن محتسب مولوي نورخان ذاهد داسي وايې:
(څرګنده ده چي هيوادمو شل کاله د استعمار اواشغال پړاوونه وهلي.
دااشغال هم فوځي ؤ اوهم فکري چي تأ ثيرات يې دفکرې روزنې اوس هم څه ناڅه لا شته دي .خوالحمدلله چي نور داشغال تسلط دامارت په راتګ سره هم په فوځي اوهم په فکري ډول له منځ تللی).
ذاهدوايي مخکي کلونو کي دينې مدرسې دترهګرۍ دمرکزونوپه نامه يادېدې اوطالبان خو يې سوچه ترهګر نومېدل ديني زده کړو ته دخلګو توجه په نشت حساب وه چي يو غټ اوسترلامل دينې زده کړو ته دخلګو دنه پاملرنې داهم شمېرل کيږي.
هغه زياته کړه:( اوس مسؤلينو ته پکار ده چي په عام اورسنيز ډول دټولنې په منځ کي عامه پوهاوی وکړي اوديني مدارسو ته دخلګو توجه زياته کړي اوتر څنګ يې ستر علمي مدارس فعال کړي چي دادهر مسلمان يوه اسلامي وجيبه ده).
همداشان ذاهد وويل:
دهيواد دجوړښت او پرمختګ لپاره هر قسم زده کړو ته زياته اړتياده نو له ځوانانو مو غوښتنه داده چي دواړه زده کړي يعني هم عصري اوهم ديني زده کړې په درست اوشفاف نيت ترسره کړي اود ګران افغانستان درغښت لپاره ګامونه پورته کړي ترڅو دتلليو شهداوو نيمګړې هيلې او ارمانونه ورته پوره کړي.
دديني زده کړو په اهميت که ډېره اوبېخي ډېره غږېدا وشي بياهم کمه ده ځکه که چېرته يو څوک خپله تګلاره خپل خدای او خپل ځان ونه پېژني نو نور علوم يې هسي دوخت تېرېدنې لپاره ترتعقيب لاندي دي.
داسلامياتو دڅانګې تکړه استاد جميل احمد نوري دديني زده کړو اوديني مدرسو په اهميت داسې وايي:
(دعصري زده کړو ترڅنګ ديني زده کړو ته هم يوه ټولنه زياته اړتيا لري.
ددين په اصولو،قوانينو اودهغوۍ په ارزښت پوهېدنه يا په ټوله کي په دين پوهېدنه دديني زده کړو له لارې منځته راځي اوديني مدارس هغه ځايونه دي چي همدا ديني زده کړې پکې ترسره کېږي.چي همدا تعريفونه ددواړو لپاره کافي هم دي.
ديني زده کړې پرذهن جوړونه کي عمده رول لري .
همداديني مراکز، ديني زده کړې او عالمان دي چي موږ داسلام له اساساتو، مخلوقاتو،
پیغمبرانو، صحابه وو ،تابعينو، تب تابعينوا
اوترڅنګ يې ددين له هره اړخه مو خبروي. دټولنې په فرد فرد دالازمه ده چي باوجود دعصري زده کړو ديني زده کړو ته هم زيات وخت ورکړي).
استادوايي عصري زده کړي په مثال لكه دوا:
کله چې يو څوک ناروغ شي نو درغښت اوجوړښت لپاره يې دوا ته ضرورت ده. او ديني زده کړې په مثال لکه غـــذا:
که چېرته موږ په ورځني ژوند کي ديو کار په کولو انرژي مصرفوو نو دهمدې انرژۍ دلاسته راوړلو لپاره غذا ته ضرورت دی که چېرته وخت په وخت غذا وانخلو انرژي لاسته نه راځي. نو ديني زده کړې دټولنې دمشرانو ، کشرانو او ځوانانو په ذهنيت جوړونه کي هم داسي مثال لري.
هغه زياتوي:
( ترټولواهمه مسئله دديني مراکزو ډېرښت او هغوۍ ته پاملرنه ده. بايد علمي مدارس په پراخه اندازه ولسواليو ته وغځول شي اوهڅه دي ؤشي چي په ښوونځيو کي هم ديني زده کړو ته د ښۀ تدريس زمينه مساعده شي).
يوبل سترلامل داهم کيدای شي چي ځوانان مو دخدای ج دوېرې پرځای دبنده ګانو وېره اودخدای ج دمحبت په ځای ددنيامحبت په زړۀ کي ګرځوي.
دوۍ غافلين دافکر کوي چي داخرت حساب او کتاب ددنيا يوه عادي ازموينه ده
عصري زده کړې يي فرض اوديني زده کړې يې يو مباح عمل ګڼلی. داچي پرموږ حاکم نظام ديوې داسې ټولۍ ده چي له بشپړ او سپېڅلي اسلام څخه برخمن دي اوديني زده کړو ته يې تربل هرڅه لومړيتوب هم ورکړی خوبيا هم موږ له دې زرين فرصت نه ګټه نه ده اخيستې. ولي؟
په ټولنه کي دځوانانو ديني زده کړو اوديني مدارسو ته څومره ضرورت دی؟
ځواب يې يو تن فعال ځوان حضرت محمد سعيد راکوي:
(ديني زده کړې ديوې ټولنې لپاره تر بل هر څه اړينې دي. ورته اشد او بنسټيز ضرورت دی چي بايد تربل هر څه لومړيتوب ورکړل شي . موږ الحمدلله مسلمانان يو اوترټولو لومړيتوب چي موږ ته لري هغه اسلام ده، دين ده.
نو بناً: ديني زده کړي داسي يومثال لري لکه په وجود کي دسر اهميت. ديني زده کړې هم په ټولنه کي داسي اهميت لري .
سعيدله علماوو غوښتنه کوي چي تر بل هرچا بايد دوی زيات په دې برخه کې کار وکوي او خلک دديني زده کړو پراهميت او څرنګوالي وپوهوي.
هغه وايي:
دديني زده کړو دتنشير لپاره بايد لارې هوارې شي اوديني مراکز فعال شي- ځکه چي ددين دتنشير ستره منبع اومصدرونه همدا مراکز دي- تر څو دهغوۍ له لارې وګړي پراخو ديني زده کړو ته لار پيدا کړي
ترڅو چي ديني مراکزقوي وي هومره به په پراخه کچه عالمان اوطالب العلمان دټولنې مخته راوځي اوددين دترقۍ پولې به ترټولې نړۍ غځوي).
هغه څه چي يوه ټولنه دجوړښت لپاره ورته اړتيا لري بايد لومړيتوب ورکړی شي.
ديني زده کړې هم دټولنې جوړښتيزه برخه ده چي بايد په انتشار کي يې تربل هر څه دوۍ ته لومړيتوب ورکړی شي. او خلګو ته دمينې او محبت په کالب کي وړاندي شي.
ياده دي وي چي دا.ا.ا په راتګ سره دخلګو زياته توجه ديني زده کړو ته شوې او دمدرسو طالب العلمان هم په دې کار زياته خوښي څرګنده وي .
يو تن طالب العلم قاري صاحب عبدالمالک ذاهد وايي:
(دتېرو کلونو په پرتله ديني زده کړو ته پاملرنه زياته شوې ځکه چي تېر حکومت کي دديني مدارسو پر وړاندي يو څه موانع اوخنډونه موجود ؤ خو الحمدلله اوس دمدرسو پروړاندي ټول موجود خنډونه له منځه تللي او زيات شمېر طالب العلمان دټولنې دناپوهيو دورکولو لپاره د فراغت سندونه اخلي چي دا زموږ لپاره تر ټولو لوی د افتخار ځای ده).
ذاهد له خلکو غوښتنه کوي چي ديني زده کړو ته لا زياته توجه ورکړي ، دديني مدارسو ستونزې اومشکلات په ګډه حل کړي ترڅو يې خپله اسلامي او ملي وجيبه ادا کړې وي.
هغه وايي:
(کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم غوښتل چي دنړۍ پرمخ دجهل ټغر ټول کړي نوددې کار لپاره يې لومړۍ مدرسه د ارقم بن الارقم رضي الله تعالی عنه په کورکي جوړه کړه اوله همدې ادرسه يې صحابه دجهل په وړاندي روزل اودا مبارزه ترهغه وه تر څو چي يې دباطل جرړې وويستې . نواوسني ديني مراکز هم دجهل پر وړاندې دمبارزې غوره ډګرونه دي چي بايد دټولنې لخوا تل فعال وساتل شي).
کله چي يوه ټولنه غواړي دجوړښت په لورګامونه واخلي نو بايد مخکې له مخکې يې ځانونه ددين له معيار سره سم برابر کړي وي. اوددين دمعيار او حدودو پېژندل يوازي دديني زده کړو او ديني مدارسو له لارې کولی شو.
دعلماوو ،استادانو او حافظانو له خولې مو واورېدل چي د ديني زده کړو اهميت يې له هره اړخه وڅېړه.
خوبياهم باوجود ددې ښه خبر يو چي ځوانان ديني زده کړو ته زياته اړتيا لري خو توجه نه ورکوي، ولــــي؟
تبصرې 0