ګنډاپور: پېښور کې د پښتون قومي جرګې په اړه د سياسي ګوندونو او حکومت بېړنۍ غونډه رابللې

103
د کتلو شمېره

پېښور کې د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ د پښتون قومي جرګې په اړه بېړنۍ غونډه جوړېږي چې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد څخه به هم يو پلاوی پکې ګډون ولري.
د خيبر پښتونخوا لومړۍ وزير علي امین ګنډاپور ویلي چې، غونډه کې به له سیاسي مشرانو سره خيبر کې د رابلل شوې جرګې په اړه مشورې ته کېني او په وینا یې، صوبایي حکومت غواړي چې ستونزه د خبرو له لارې هواره  شي.
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ګوتڅنډنه کړې وه، چې پر جرګه اعتراض نه لري خو پښتون ژغورنې غورځنګ د موازي عدالت کارونه پيل کړي چې حکومت ته د منلو وړ نه ده او هر څوک چې د یاد غورځنګ په یو نه یو ډول مرسته وکړي، شناختي کارډونه او پاسپورټونه به یې بلاک کړي.
خو د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین تېر ماخوستن په یوه وطډیويي پیغام کې په څرګند ډول وويل چې که ټوله نړۍ یې هم پر وړاندې ودرېږي، په هر قېمت به په ۱۱م اکتوبر د پښتنو قومي جرګه ترسره کړي.
ښاغلي پښتين زياته کړه، کومه قرباني چې پښتانو ورکړې دا کمه ده تر دې زياتې قربانۍ ته تيار يو.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي