بې روزګاري او په ټولنه یې اغېز

229
د کتلو شمېره

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په قطار کې قرار لري چې د بې روزګارۍ ګراف پکې خورا لوړ ده، ملګري ملتونه او نړۍ وال سازمانونه په بېلابېلو نومونو بشري او غير بشري مرستو ته دوام ورکړی، څو خلکو ته خواړه ورسېږي او ورته د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو له جملې څخه په پکتيکا کې د بيکارۍ ګراف ورځ تربلې مخ پر ښه کېدو روان دی، خو تر اوسه يې د حل لارې څرک نه ليدل کېږي، چې زيات شمېر خلک له همدې ستونزې سر ټکوي.
ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي هره ورځ سهار د مرکز ښرنې ښار د شهیدانو مرکزي څلور لارې ته په همدې موخه راځي چې کار وکړي او خپلو اولادونو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي، خو په دوی کې يې ډېری ماښام بېرته ناهيلي او تش لاس خپلو کورونو ته ستنېږي، دومره څه يې نه وي پیدا کړي چې ماښام يې له خپلو اولادونو سره یوځای وخوري.
پکتيکا د هېواد په جنوب ختيځ کې پروت سرحدي ولايت ده ۲۴ ولسوالۍ لري، چې د نورو ولايتونو په پرتله يې ډېری شمېر ځوانان له بېکارۍ څخه سر ټکوي، ددې ولايت یوشمېر ځوانان بیا له مجبورۍ څخه ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته په قاچاقي لارو د کار په موخه مرګوني سفرونه کوي، چې د سختو او پېچلو لارو له امله د ځينو ځوانانو د مرګ او ژوند درک هم نشته چې کورنۍ يې پسې خورا پرېشانه او لالهانده دي، ددې ولايت په قاچاقي لارو تلونکي ځينو ځوانانو په لارو کې ژوند له لاسه ورکړی، او اوس يې کورنۍ بې سرپرسته او د غم په ټغر ناستې دي، چې د کورنيو يې يوازينۍ تمه همدې وژل شويو سرپرستانو ته وه.
 
محمدالله د پکتیکا ولایت اوسېدونکی ده، نوموړی د شپږو اولادونو پلار دی، هغه وايي هر سهار څلور لارې ته راځم، خو په اوونۍ کې يوه يا دوه ورځې کار وي، د خپل کور مصارف نشم پوره کولای، اولادونه مې جامې نلرې، بوټونه نلري او د ژوند له اړينو وسايلو بې برخي دي، کله کله خو دې ته مجبور يوو، چې د خلکو له کورونو وچه مړۍ راټوله کړم، څه وکړم دا هرڅه خدای ويني.
پخوا چې به کارونه زيات وه اولاد مې په نس موړ او په تن په پټ وه، خو اوس داسې وضیعت ده چې هيڅ نلرو.
که د بيکارۍ ګراف په پکتيکا کې همداسې مخ پر لوړ روان وي  شوني دی، چې نوري ناخوالې هم ورسره رامنځته شي، ځکه په دې ورستيو کې ددې ولايت امنيه قومندانۍ خبر پاڼي په خپرولو سره ويلي دي چې د ياد ولايت په بېلابېلو برخو د غلا په تړاو ځيني کسان نیولي، چې په فصلونو باغونو او دغه راز يې د خلکو له کورنو سولر تختې او اينويټونه غلا کړي وو، ياد کسان ددې ولايت د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي وو، چې اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.
عبدالله هم ددې ولايت اوسېدونکی ده، هغه په يوه پښه معلول ده چې پښه په افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال په جهاد کې له لاسه ورکړي، چې اوس مهال پرې درانه او غټ کارونه سم نشي کولای او د کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده.
هغه په ښرنه ښار کې د سرک پرسر د يوې ونې سیوري لاندي ناست وی، او د خلکو بوټونه پاليش کوي، او له همدې لارې، خپلې کورنۍ او بچیانو ته يوه ګوله حلاله نفقه پیدا کوي.
دی وايې بیکاري ډیره ده، د نور کار کولو توان نلرم د بوټونو په پالیش کولو کله ۱۰۰ او کله ۱۵۰ روپۍ د ورځې پيدا کوم، په همدې پیسو د کور چلول خورا سخت دي، څه وکړم بله لاره نشته، نه داسې نهادونه شته چې موږ ته د کار زمينه برابره کړي.
په همدې ۱۰۰ روپو له خپلو اولادونو سره شپه تيرو، ددې توان خو بلکل نلرم چې اولادونه مې ناروغان شي او زه يې تر ډاکتر پوري ورسوم، ځکه څومره چې ګټم هغه خورم.
نوموړی وايې چې په زړه کې يو ارمان لرم هغه دا چې که څوک راته د يو کار زمینه برابره کړي.
خو اوس په دې کار هم خوښ يم، که دا نه وای څه به مې کول، دی له دولت او موسساتو غوښتنه کوي، چې د دوی ژوند، کورنۍ، او اولادونو ته دې پاملرنه وکړي، او د یوه داسې کار زمينه د ورته برابره کړي، چې کورنۍ يې په ځان خودکفا شي.
د پوهنتون استاد ياسر وايي، حکومتي مسوولينو او ملي سوداګرو ته په کار ده چې خپل هېواد نړۍړالې مرستې او نور بنسټونه راجلب کړي، ترڅو هېواد کې مو بنسټيز کارونه ترسره کړي.
ياسر يې په اړه وايي: که حکومتي مسوولين لاس په کار شي ملي سوداګر او پانګه وال دېته وهڅوي چې پکتيکا کې پانګونه وکړي يو دوه فابريکې جوړې کړي په دې سره به زرګونه کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي. دا چاره کولای شي چې د خلکو پر ژوند مثبت تاثير واچوي او له شته غربت څخه به ډېرې کورنۍ خلاصې شي.
ددې ولايت لوړ پوړو چارواکو په ځلونو ځلونو ژمنې کړې، چې په ياد ولايت کې لويې او وړې پروژې عملي کوي څو د بېکارۍ مخه ونيسي او خلکو ته به د کار زمينه برابروي، خو چارواکي تراوسه په خپلو کړيو ژمنو کې پاتي راغلي دي، چې همدا اوس یو ځل بیا ددې ولايتي چارواکو خپله ژمنه تازه او ويلي يې دي چې ددې ولايت په مرکز کې به د پلتو بند کارونه پيلوي او زيات شمېر خلکو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
همدارنګه ددې ولايت لوستي ځوانان له دولته غواړي، چې په دندو ديې وګوماري، دوی وايي زده کړې يې سرته رسولې او اوس بې دندو ګرځي، که فرصت ورته برابر شي د هېواد په بيا رغونه کې به ډېر مثبت رول ولوبوي.
احسان الله هغه ځوان ده چې دوه کاله وړاندې له پوهنتون څخه فارغ شوی ده، نوموړی وايې له نن څخه شپږ کاله وړاندي د خپلې خوښې اقتصاد پوهنځي ته بريالی شوم، ډیر په شوق مې ولوستل، د پوهنتون په څلور کلنه دوره کې مې ډير څه ترلاسه کړل، او خوښ پر دې وم چې د همدې مسلک له لارې به خپلو هيوادوالو ته خدمت کوم.
کورنۍ مې ډېرې هيلې لرلې، خو اوس چې بې دندې یم د دوی هیلې هم ورځ په ورځ مړاوي کېږي، مجبور يم چې په قاچاق باندې په مرګونو لارو سفر وکړم څو د کار غمه وخورم بله هېڅ لار نه لرم، ځکه د کورنۍ اقتصادي وضعيت مو  خراب ده، د ټولو سترګې ماته دي، خو زه هم بېکاره يم.
دی وايي، چې يوازي زه نه یم بېکاره، زما نور ملګري هم زما په شان بې دندو ګرځي، او ځينې يې نورو هېوادونو ته په قاچاقي لارو لاړل او مسافر شول.
زما او د ملګرو مې بله لاره نشته يوازنی فرصت مو همدا ده چې چې په قاچاقي لارو مسافري ته مخه کړو او بس.
  دا چې اوس مهال د نړي يو شمېر هېوادونه له اقتصادي بحران سره مخ دي، افغانستان هم يو له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې بېکاري پکې خورا زياته ده او اکثريت وګړي يې بې روزګاره ګرځي، ډېری ځوانان يې په عربي او اروپايي هېوادونو کې د مسافرۍ شپې او ورځې تېروي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي