ماشومان ولې وېره احساسوي؟

60
د کتلو شمېره

يو شمېر ديني عالمان او ارواپوهان د ماشوم وېرونې د ناوړه پايلو په اړه وايي، چې د ماشومانو وېرول کولى شي د هغوى پر راتلونکې ناوړه اغېز ولري.
په افغاني کورنيو کې له پخوا نه تر اوسه پورې د کورنۍ او نورو نږدې کسانو له لوري د شوخۍ او ژړا پر مهال د ماشوم وېرول دود دي او خپل ماشومان په بلا، توتو (سپي)، پيشو، شيشکه، پېري او ... وېروي.
د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ يوه ښوونيز مرکز زده کوونکی ۱۸ کلن الهام وايي: ((په ماشومتوب کې به مې چې کوم کار يا شوخي کول، مور مې وېرولم، راته ويل يې چې په تياره کې مه ګرځه، بلاوې او پېريان دې خوري غلی شه سپی د خوري، حتى اوس چې دې عمر ته هم رسېدلی يم، په تياره کې وېرېږم، د شپې نه شم کولى چې په تياره کې له ګوټې نه بهر شم.))
دغه وضعيت راته اوس په يوه رسمي معمول بدل شوى، ډېرى کورنۍ پرته له دې چې د دغه کار ناوړه پايلو ته پام وکړي، خپل ماشومان وېروي.
نوموړی زياتوي، کله به مې چې کور لېږ شوخي وکړه، نو مور به راته ويل چې سپی درپسې راغواړم هغه د خوري په سپيو او نورو حيواناتو به يې وېرولم.
خو دا يوازې الهام نه دی چې له خپل ماشومتوب نه يې داسې  يو وېروونکى انځور ذهن کې پاتې دى، ګڼ شمېر نور کسان هم شته چې د خپل ماشومتوب له دورې نه زړه بوږنوونکی تصوير لري او  د دوى پر  روان يې ناوړه اغېز پرېيښی.
۲۲ کلن ادريس د مرکز ښرنې علي بابا عالي لېسې فارغ زده کوونکی هم له خپل ماشومتوبه دېته ورته تريخ داستان لري.
هغه وايي کله چې ماشوم وم مور يې ورسره سم چلند نه کاوه، کله به يې چې کومه تېروتنه وکړه، شور ماشور به يې پرې جوړ کړ، اوس دغه کار د دې لامل شوى چې په ټولنه کې سم چلند نه لري، بې جرئته ده، حتى کله چې مېلمه راځي، په کور کې ورسره د مخامخ کېدو جرئت هم نه لري.
د ماشومانو وېرول نه يوازې چې د هغوى د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي، بلکې کله کله ډېر ناوړه خطرونه هم لري.
١٣ کلنه مروه د خپلو سترګو ليدلى حال داسې بيانوي:
((د ماما زوى مې چې دوه نيم کلن دى، د شپې تياره کې مې ووېرولم، لاس او پښې مې کاږه شول، شونډې مې شنې شوې، سترګې مې وازې پاتې وې، غږ مې نه پورته کېده، تر څو دقيقو پورې غلى وم،  لاس، پښې او زړه يې راته وموښلو، ورور يې رنګ ځاى ته راغى، وروسته يې غږ وکړ او په چيغو شو.))
خو د پنځو ماشومانو مور بي بي فاطمې راته وويل چې زوى يې په ماشومتوب کې له سپي وېرولو او ورته ويل مې (بهر مه ځئ، توتو به دې وخوري.))
د هغې په خبره چې زوى يې اوس لوى شوى، خو لا هم له سپي وېرېږي او په ټولنه کې له نورو خلکو سره هم غوره ټولنيز چلند نه لري او ګوښه توب خوښوي.
د پکتيکا د زرغون ښار ولسوالۍ اوسېدونکی هم په ماشومتوب کې له ورته برخليک سره مخ شوی.
نوموړی وايي، کله چې تياره کې له کوره اوس چېرته وځم هره لحظه دا فکر کوم چې پېريان او بلاوې به مې ووېروي او خدای مکړه ژوند به له لاسه ورکړم.
دی په ميندو او پلارونو غږ کوي چې نور په ماشومتوب له ماشومانو له دا ډول چلند ډول ډډه وکړي چې هغوی په راتلونکي ژوند کې ناارامه کوي، ځکه په وينا يې دا روحي شکنجه ده ماشومان په خورا اسانۍ شکنجه کېږي.
د ياد ولايت د مټاخان ولسوالۍ يو بل ۲۲ کلن محبت وايي، ډېر کوچنی وم چې کله به مې شوخي يا ورانی وکړ نو مور او پلار به په داسې الفاظو وېرولم چې چې زما په نظر تر راتلونکو دېرش کالونو به هم زه سکون پيدا نه کړم.
ځکه مور او پلار به تل د داسې حيواناتو نومونه راته اخېستل چې له هغوی څخه لویان وېرېږي، کنه ماشومان خو يې پر ځای پرېږده.
محبت په دې اړه وايي: ((ډېر ماشوم وم کور کې يوه ورځ ورانی وکړ ښه مې ياد دي مور او پلار دواړو د وراني په سر ووېرولم خو په داسې الفاظو يې ووېرولم چې د يوه لپاره په هېڅ صورت مناسب نه دي.))
د سروحوضې ولسوالۍ اوسېدونکی کامران په دې اړه وايي؛ ځینې کسان ماشومانو ته ډېر زیات غوسه کېږي، چیغې پرې وهي یا یې هم په بې رحمانه ډول ډبوي، چې دا کړنې هم ډېر وخت د ماشوم پر خوب ناوړه اغېزه کوي او هغه یې له امله په خوب کې هم ویریږي. دا یوازې په ماشومانو کې نه دی، بلکې دا خبره په لویانو کې هم ده، چې که د ورځې ځورول شي او اندیښمن شي، بیا دا درد، رنځ او اندیښنه یې په خوب کې هم ځوروي او له امله یې په خوب کې ویریږي. نو ویلای شو چې د ماشومانو د خوب د ویرې له لاملونو څخه یو لامل هم د دوی وهل، ډبول او پرې غوسه کېدل دي، چې دوی په ویښه و ویرول شي، نو ځکه په خوب کې هم ویریږي.
نوموړی وايي: (( په دې برخه کې جدي پوهې ته اړتيا ده، ځکه دلته هېڅ څوک هم په دې نه پوهېږي چې له ماشوم سره بايد څه ډول چلند وشي. خو هغه کس تکړه دی چې ماشوم سپک، تحقير او په تُنده لحجه ورټي، چې له يوې خوا جرأت له لاسه ورکړي بلخوا رواني ناروغ شي.))
بل لامل یې د ټولنې ستونزې هم ګڼل کېږي؛ زموږ ټولنه داسې یوه ټولنه ده، چې هر وګړی یې له بلا ستونزو سره لاس او ګریوان دی. موږ په خپل وطن کې هره ورځ د مرګونو پېښو شاهدان وو او یو، په دې وطن کې دا څو لسیزې جګړه روانه وه، چې دا هم د ماشوم پر روح او روان ناوړه اغېزه کوي او له امله یې ماشومان په خوب کې ویریږي. که موږ د کابل او ځینو ولایتونو بېګانۍ ډزې په نظر کې ونیسو؛ له دې ډزو څخه څومره ماشومان وویریدل، چې ټول بیا تر سهاره په خوب کې هم ویریدل، چې دا ویره شپې او میاشتې د ماشوم له ذهنه نه لیرې کېږي او ویریږي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي